کابل نن د غزې په غم د خپلې غصې او کرکې اظهار کوي
ټاکل شوې ده چې نن جمعه به د کابل ښار په بېلا بېلو برخو کې د غزې د ملاتړ او اشغالګر رژیم پر خلاف پراخ لاریونونه وشي.
د ښار مرکزي او لویو جوماتونو د جمعې خطبې غزې ته ځانګړې شوې دي.
د ښار په بېلا بېلو برخو د غزې اوسیدونکو د ملاتړ او د اشغالګر رژیم سره د کرکې په پار بیل بورډونه نصب شوي دي.
غزه کې د روان وحشت پر ضد کابل وخت پر وخت د اشغالګر رژیم پر ضد د خپلې کرکې او له مظلومو فلسطینیانو سره د خواخوږۍ غږ پورته کړی دی.