د اسلامي امارت مشرتابه د پکتیکا مسئولینو ته: له تکبر او غرور ځان وساتئ او خلکو سره نېک چلند وکړئ
د اسلامي امارت مشرتابه کندهار کې د پکتیکا ولایت مسئولینو ته یو ورځني سیمینار کې له هغوی غوښتي له تکبر او غرور دې ځان وساتي او خلکو سره دې نېک چلند وکړي.
امیرالمؤمنین په خپلو خبرو کې ویلي، الله تعالی په دوو سترو جهادونو کې افغانانو ته بریا ورکړه اوس د شریعت د تطبیق زمینه برابره شوې نو لازمه ده، چې له ځان غوښتنې، تفرقې، خپلوي پالنې، قوم پرستي او مقام منصب سره له علاقې ډډه وشي.
نوموړي د پکتیکا مسئولینو ته لارښوونه کړې، چې خپلو کې یووالی، اتحاد او د شریعت اجرا کې استقامت ولري او د خپلو مشرانو اطاعت وکړي.
همداراز نوموړي یادو مسئولینو ته سپارښتنه کړې، د جهادي موخو تحقق، خلکو اصلاح، ټولنه کې د عدالت تامنیول او امربالمعروف او نهی عن المنکر ته په خپلو کارونو لومړیتوبونو کې ځای ورکړي.