کرنې وزارت بدخشان کې د پیازو او کچالو ۲۵ ذخیرې جوړوي
کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، بدخشان کې یې د پیازو او کچالو ۲۵ ذخیرو جوړولو کار پیل کړی.
د یاد وزارت خبر له مخې، دغه ذخیرې د کرنیزو محصولاتو پیاوړتیا او کروندګرو ملاتړ په موخه د بدخشان شکاشم ولسوالۍ کې جوړېږي.
که څه هم کرنې وزارت د یادو ذخیرو د لګښت په اړه جزیات نه دي ورکړي، خو د معلوماتو له مخې وړاندې له دې د هېواد کرنیز محصولات د سړو خونو نهشتون له امله په ټیټه بیه پاکستان ته صادرېدل او له څه مودې وروسته په لوړه بیه بېرته هېواد ته واردېدل.