هرات کې له تېرو دوو میاشتو راهېسې ۴۳ ښوونځي جوړ شوي
د ولایت مقام رسنیز دفتر وايي، د روان ۱۴۰۴ تعلیمي کال له پیله تر دې دمه د هرات په مرکز او ولسوالیو کې ۴۳ دولتي او خصوصي ښوونځي جوړ شوي دي.
سرچینې د هرات د پوهنې ریاست د مسؤلینو له قوله ویلي، چې د دغو ښوونځیو جوړېدو سره زرګونه ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شوې.
خبر پاڼه کې راغلي، د جوړ شویو ښوونځیو له ډلې پنځه یې دولتي او ۳۸ یې خصوصي دي.
د یادونې ده، چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د افغان زده کوونکو لپاره د زده کړو ښه چاپېریال او زمینې برابرېدو په موخه د اسلامي امارت له لوري هڅې د پخوا په پرتله ګړندۍ شوې دي.