امریکا: اسرائیلو د غزې اوربند پلان منلی
رویټرز خبري اژانس وايي، سپینې ماڼۍ پرون پنجشنبه ویلي، چې اسرائیل د غزې لپاره د امریکا د اوربند پلان سره موافقه کړې ده خو حماس ویلي، چې دوی په دغه پلان بیا کتنه کوي.
غزه کې د اوربند لپاره هڅو وروسته له هغې بیا زور اخېستی په دې ورستیو کې پر اسرائیلو نیوکې او فشارونه زیات شوي دي.
اژانس وايي، که څه هم سپینې ماڼۍ د دغه پلان شرایط نه دي روښانه کړي خو یوې باخبره سرچینې ورته ویلي، چې دغه پلان کې د ۶۰ ورځو لپاره اوربند او غزې ته د مرستو ور پرېښودل شامل دي.
د راپور په یوه برخه کې راغلي، چې اسرائیل د حماس په بشپړ ډول بې وسلې کېدو او له دغه غورځنګ څخه د پاتې ۵۸ بندیانو راخوشې کولو ټینګار لري.
غزه کې د حماس جهادي غورځنګ بې وسلې کېدل تل رد کړې او ټینګار لري، چې اسرائیل دې له دې غزې ووځي او د جګړې پای ته رسېدلو ته دې ژمن پاتې شي.