هرات کې د زراعتي تخمونو تولیدي کارخونه پرانیستل شوه

هرات کې د زراعتي تخمونو تولیدي کارخونه پرانیستل شوه سوداګرۍ او اقتصاد
هرات کې د اصلاح شویو تخمونو نوې پرانېستل شوې کارخونه

د هرات ولایت مقام دفتر د خبر پاڼې له مخې، دغه ولایت کې د اصلاح شویو تخمونو یوه کارخونه چې یو میلیون ډالر لګښت پرې راغلی پرانېستل شوه.

 خبر پاڼه کې د یادې کارخونې د مسئولینو په حواله راغلي، چې دغه کارخونه هر ساعت د پنځه ټنه تخمونو د تولید وړتیا لري چې موخه یې د زراعتي تولیداتو او کیفیت زیات‌والی دی.

 دم‌ګړۍ افغانستان کې د زراعتي تخمونو د تولید ۲۵ کارخونې فعالیت لري، چې دا په هېواد کې د کرنې میکانیزه کولو برخه کې اغېزمن بلل کیږي.

تړلي موضوعات