د افغانستان د سوداګرۍ وزیر قزاقستان ته لاړ
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ قزاقستان ته روان شوی او هلته به د استانې نړېوال فورم کې ګډون وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې ښاغلی وزیر به په دې ناسته کې افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو او اقتصادي ودې په اړه وینا وکړي.
وزارت زیاته کړې، چې د استانې نړېوال فورم یوه مهمه نړېواله ناسته ده، چې د نړېوال اقتصاد، اقلیمي بدلون، نړېوال امنیت او سیمهییزو همکاریو موضوعاتو د څېړلو لپاره جوړېږي.
یاده دې وي، چې دې ناسته کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه چارواکي، د نړېوالو سازمانونو استازي او کارپوهان ګډون کوي.