بلخ پوهنتون کې یو شمېر بنسټیزې پروژې پیل شوې

بلخ پوهنتون کې یو شمېر بنسټیزې پروژې پیل شوې بیارغونه او پراختیا
بلخ پوهنتون کې د بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې

د لوړو زده کړو وزارت ویلي، بلخ پوهنتون کې یې د ۴۵میلیونه افغانیو په لګښت د یو شمېر بنسټیزو پروژو چارې پیل کړې دي.

دغو پروژو کې د جومات، داخلي سړکونو، ژورو څاه ګانو، اوبو رسولو سیسټم او د ښوونې او روزنې پوهنځۍ ودانۍ بیارغول شامل دي.

د لوړو زده وزیر شیخ ندا محمد ندیم یاد پوهنتون کې په جوړه شوې غونډه کې ویلي، اسلامي امارت مکلف دی ژمن، متخصص، دین داره او په اسلامي اخلاقو سمبال کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي.

نوموړي له زده کړیالانو غوښتي چې د درسونو په زده کړه کې زیاتې هڅې او له غفلت ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېرو نږدې څلور کلونو کې د هېواد یو شمېر پوهنتونو کې ګڼې پروژې پیل شوې، چې زده کړیالان یې د درس کیفیت ښه والي کې مهمې او ګټورې بولي.

تړلي موضوعات