شیخ حنفي: د خویندو او عامو وګړو د حقونو خوندیتوب په پار لسګونه زره شکایتونو ته رسېدنه شوې
د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد حنفي د بهر مېشته افغان علمي او ټولنیزو شخصیتونو له پنځلس کسیزه پلاوي سره کتلي دی.
د امر بالمعروف وزارت ویلي، چې ښاغلي وزیر دې پلاوي سره کتنه کې ویلي، د خویندو او عامو وګړو د ټولو شرعي حقونو خوندیتوب په پار د خلکو لسګونه زره شکایتونو ته رسېدنه شوې او د ګڼو ناوړه دودونو مخنیوي تر څنګ ۲۵زره خویندو ته میراث ورکړل شوی.
شیخ محمد خالد حنفي زیاته کړې، چې په ټولنه کې د خلکو عامه پوهاوي لوړېدا لپاره په لویه کچه هڅې روانې دي او د خلکو سره پراخه همغږي شتون لري.
نوموړي یادو بهر مېشتو افغان علمي شخصیتونو څخه غوښتي، چې د خپل دیني مسؤلیت له مخې د اسلامي نظام مثبت انځور او پیغام تر نړېوالو ورسوي او د منفي تبلیغاتو ښکار نه شي.
بلخوا د دې پلاوي غړو ویلي، چې موږ د محتسبینو له کړنو خوښ یوو او تر اوسه مو هېڅ داسې پېښه نه ده لیدلې چې پکې د محتسبینو له لوري زور، جبر یا غیري اسلامي چلند شوی وي.
دوی زیاته کړې، چې تل یې هڅه کړې، څو له هېواد څخه بهر د ناستو او لیدنو له لارې په هېواد کې شته حقایق او مثبت بدلونونه تر نړېوالو او له وطن مسافرو افغان وګړو ته ورسوي.
دې کتنه کې له بهره راغلي پلاوي غړو همداراز ویلي، چې اسلامي امارت په تېرو څو کلونو کې دا ثابته کړې چې د اسلامي شریعت د پلي کولو ترڅنګ د هېواد ابادۍ، پرمختګ، خپلواکۍ او پر ځان بساینې ته ژمنتیا لري.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم له بهره راغلیو پلاویو د امر بالمعروف وزارت چارواکو سره کتنه کې د دې وزارت کړنې او لاسته راوړنې ستایلې دي او د اسلامي نظام دا ارګان یې د ټولنې اصلاح او معنوي پرمختګ لپاره مهم بللی دی.