تېره میاشت د ۳۸ مېرمنو د جبري نکاح مخه نیول شوې
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی، چې تېره غويي میاشت کې امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ۳۸ مېرمنو د جبري نکاح مخه نیولې ده.
ښاغلی مجاهد زیاتوي، چې همداراز د یاد وزارت په هڅو تېره میاشت ۲۴مېرمنو ته د هغوی د میراث شرعي حق سپارل شوی، ۴۰ مېرمنې له کورني تاوتریخوالي ژغورل شوې، ۲۲مېرمنو ته یې د مهر حق اخیستی او سپارلی او ۸ مېرمنې یې په بدو کې له ورکولو څخه ژغورلې دي.
نوموړی زیاتوي، چې دې موده کې په ټول هېواد کې د ۱۲۰ مورده دښمنیو مخه نیول شوې او ۴۱کوډګر او جادوګر هم نیول شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند په خبره چې تېره میاشت امربالمعروف وزارت له تجارانو او دوکاندارانو سره ۸۹ او عامو خلکو سره ۷۹۷ اصلاحي ناستې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت یاد وزارت هر ورځ د ښځو د حقوقو خوندیتوب او ټولنه کې د منکراتو د له منځه وړلو خبرونه ورکوي، چې عام خلک یې تود هرکلی کوي.