افغانستان کې د ذوالحجې میاشت نه ده لیدل شوې!
د افغانستان سترې محکمې خبر ورکړی، چې د اسلامي امارت د میاشتې لیدو د مرکزي او ولایتي کمېټو د غړو د معلوماتو له مخې د ذوالحجې میاشت نه ده لیدل شوې او سبا د ذو القعدې میاشتې ۳۰ مه ورځ ده.
سترې محکمې ویلي، چې د روانې غبرګولي میاشتې ۱۷مه چې د ذوالحجې میاشتې لسمه راځي د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.