بلخ کې د ذوالحجې میاشتې لیدلو هلې ځلې

بلخ کې د ذوالحجې میاشتې لیدلو هلې ځلې اسلام او کلتور

د بلخ ځايي مسؤلینو خبر ورکړی، چې نن یې د ذوالحجې میاشتې د لیدلو په پار ناسته کړې او د میاشتو لیدلو هلې ځلې کوي.

د بلخ ولایت مقام ویاند حاجي زید په دې اړه وايي، چې دا ناسته د سترې محکمې د حکم په اساس بلخ ولایت کې د استیناف محکمې د رئیس په مشرۍ د ولایتي میاشتې لیدلو کمېټې لخوا برابره شوې.

تمه ده نن به د ذوالحجې میاشتې د لیدلو یا نه لیدلو په اړه د افغانستان ستره محکمه خبر ورکړي.

تړلي موضوعات