کابل ښاروالۍ روان کال د کابل ښار لپاره ۱۲۰ پروژې ډیزاین کړې

کابل ښاروالۍ روان کال د کابل ښار لپاره ۱۲۰ پروژې ډیزاین کړې بیارغونه او پراختیا
کابل ښار

د کابل ښاروالۍ وايي، د روان ۱۴۰۴ کال په اوږدو کې د متوازن انکشاف په موخه د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ۱۲۰ مهمې، اساسي او اړینې پراختیایي پروژې یې پلان ته شاملې کړې دي.

یاده حکومتي اداره زیاتوي، دغه پروژې به د اسلامي امارت د مشرتابه له تائید وروسته عملا پیل شي.

د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې دغو پروژو کې د سړک جوړونې ۶۷، هوایي پلونو ۴، د پارکونو او زرغونتیا ۱۳، سطحې اوبو مدیریت ۱۰، د ټرافیکي او ټرانسپورټي چارو ښه والي یوه، د تنظیفاتي چارو ښه والي ۵، د اداري او سوداګریزو ودانیو جوړولو ۷ او د کلتوري او ورزشي چارو ۷ او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي.

د دغو پروژو لګښت د کابل ښاروالۍ له بودیجې ورکول کېږي.

د یادونې ده، چې دا مهال کابل ښار کې د تېرو کلونو لسګونه پخوانۍ پروژې هم په بېلابېلو کاري پړاوونو او مرحلو کې د پلي کېدو په حال کې دي.

تړلي موضوعات