د ځانګړو ځواکونو فرقـې څخه ۱۰۰۰ منسوبین فارغ شـول
د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د ځانګړو ځواکونو فرقې څخه ۱۰۰۰ تنه منسوبین د یوې میاشتنۍ پرمختللو نظامي زده کړو بشپړېدو وروسته فارغ شول.
په دې اړه مراسمو کې د ځانګړو ځواکونو فرقې مرستیال مولوي ممتاز احمد حقاني منسوبینو ته ویلي، کومې زده کړې چې د مسلکي استادانو له لوري شپه او ورځ تاسو ته درکول شوې، د دې ټولو موخه د اسلامي نظام بقا او د ګران هېواد ساتنه ده.
نوموړي نویو فارغو منسوبینو ته ویلي، چې تاسو باید په پوره قوت د بیت المال په ساتنه کې کوشش وکړئ؛ همدارنګه د دندو د ترسره کولو پر مهال په سیمه کې د خلکو سره ښه سلوک وکړئ او د هغوی اعتماد ترلاسه کړئ.
د ملي دفاع وزارت ویلي، چې د مراسمو په پای کې فارغ شویو منسوبینو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ، چې د ژوند تر اخرې سلګۍ پورې به د اسلامي نظام، خپل هېواد او خلکو د سر او مال څخه دفاع او ساتنه کوي.