افغانستان کې د غـزې لپاره غږ پورته کیږي
د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبر ورکړی، چې د را روانې جمعې په ورځ په غزه کې د ظلم او نسل وژنې پر وړاندې په ټول هېواد کې غږ پورته کيږي.
یاد وزارت له هېوادوالو غوښتي چې ټول برخه واخلي او زیاته کړې یې ده، چې موږ هم ايمانا او هم د انساني خواخوږۍ له مخې د غزې له مظلومو خلکو سره په همدردۍ او ملاتړ مكلف يوو.
د اسلامي امارت یاد وزارت ویلي، چې د مساجدو امامان دې د جمعې د ورځې په بيانونو کې د روان ظلم او نسل وژنې د بیانولو تر څنګ د هغه د پای ته رسولو لپاره غږ پورته کړي او دغه راز دې په ټولو مساجدو كې د قران كريم ختمونه او د غزې لپاره دعاګاني وشي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له ټولو مسلمانانو هيله کړې، چې د غزې د روان ظلم د پای ته رسولو لپاره په دې غږ پورته کولو کې برخه واخلي.
افغانستان کې د غزې لپاره په داسې حال کې غږ پورته کیږي، چې د غزې اوسېدونکي تر ټولو بدې ورځې تجربه کوي، د اسرائیلي اشغالګرو له وحشیانه بریدونو، جنایتونو، هوايي بمباریو وروسته اوس د اسرائیلو د یوه بل تاریخي ظلم لاندې نیمکښه ساه اخلي چې هغه بې سارې مرګونې لوږه ده!