اته خويونه چې د زده‌کړيالانو حافظې پياوړې کوي!

اته خويونه چې د زده‌کړيالانو حافظې پياوړې کوي! تعلیمي

له اوږدو رخصتيو وروسته او د نوي تعليمي کال له پيل سره سم زده‌کړيالان دې ته اړ وي چې حافظې يې پياوړې او د زده کړو ترلاسه کولو توانايي يې لوړه شي.
د « Times of India» ورځپاڼې په يوه خپاره شوي مطلب کې ماهرينو څرګنده کړې ده چې ځينې سهارني خويونه شته چې له علمي پلوه يې د حافظې په پياوړتيا کې ونډه ثابته شوې ده.

هغوی ويلي چې زده‌کړيالان بايد تر هغې په پرله‌پسې توګه دا خويونه ترسره کړي تر څو يې ورځينۍ چارې وګرځي. دغه خويونه په لاندې ډول دي.

۱. د ورځنيو چارو نوملړ
پوهان وايي چې سهار مهال د ورځنيو چارو نوملړ جوړول د زده کوونکي افکار تنظيموي او لومړيتوبونه ورښيي. دغه راز دا ساده چاره د ورځې د يوه روښانه چوکاټ په چمتو کولو د زده کوونکي تمرکز پياوړی کوي او حافظه يې ښه کوي.

۲. نوښت لرونکو چارو کې ګډون
د داسې چارو ترسره کول چې نوښتونه په کې وي، لکه رسم، ليک او نورې عملي زده کړې؛ په دماغو کې بېلا بېلې برخې هڅوي او ادراکي وظيفه پياوړې کوي. نوښتونه کولی شي چې د ستونزو اوارولو پوهه زياته کړي او حافظه پياوړې کړي.
د کوچنيانو د هوښيارۍ اړوند لوبې

 ۳. لوبې او تمرينونه
سهارنی تمرين او لوبې د وينې د جريان تېزېدا او د انډروفينو خوشې کولو له لارې دماغ بيداروي، چې په مرسته يې د انسان مزاج او ادراکي وظيفه ښه کېږي. څېړنې ښيي چې فزيکي فعاليت حافظه پياوړې کوي او دا چې نوې عصبي حجرې قوي کوي نو زده کړې ته ګټه رسوي.

۴. په فعاله زده کړې کې ګډون
د فعالې زده کړې په فعاليتونو –لکه لوست او کيسۍ حل کول- کې ونډه اخيستل د انسان دماغ ويښوي او حافظه پياوړې کوي. سهارني معرفتي تمرينونه کولی شي چې د دماغو هغه مسيرونه فعال کي چې په يادښت او زده کړه کې ګډون لري.

۵. په ذهني تفکر حرص
څېړنو ښودلې ده چې ذهني تفکر کارېدونکې حافظه او ادراک ښه کوي. په دې برخه کې پرله‌پسې تمرين کول په خپګان کمولو او د معلوماتو په خوندي کولو کې د دماغو توانايي لوړوي.

۶. طبيعي رڼا ته ځان ښودل
طبيعي رڼا د ورځې په اوږدو کې د چارو ترسره کولو په تنظيم کې مرسته کوي او مزاجي حالت ښه کوي. سهار مهال د لمر شعاعو ته ځان ښودل د انسان خوب ښه کولی شي، چې په مټ يې په ښه توګه حافظه پياوړې کېږي او په عمومي توګه يې ادراکي دنده پياوړې کېږي.

۷. صحي سباناری کول
صحي سباناری کول دماغ تغذيه کوي او په وينه کې د شکرې د کچې په منظمولو کې ونډه لري، دا د يوې بېلګه ادراکي وظيفې لپاره خورا اړين دی. په سباناري کې وچه مېوه او هغه خواړه خوړل چې اوميګا۳ غوړ اسيدونه لري؛ له حافظې سره مرسته کوي او تمرکز پياوړی کوي.

۸. کافي اندازه اوبه څښل
د ادراکي وظيفو لپاره مناسب رطوبت اړين بلل کېږي، ځکه خشکي په حافظه، خبرداري او نورو ادراکي عمليو منفي اغېز لري. سهار مهال کافي اندازه اوبه څښل د بدن د رطوبت اندازه خوندي ساتي او د دماغو دندې پياوړې کوي.