د زمري ۲۴ مه د یو بل زبر ځواک په تابوت وروستۍ مېخ!

د زمري ۲۴ مه د یو بل زبر ځواک په تابوت وروستۍ مېخ! سیاسي

ازادي تر بادشاهیه لا تېری کا 

چې د بل د حکم لاندې شي زندان شي

دا د ژوند معمول دی چې د لویې ګټې او ستر معنوی ارزښت لپاره به لویه قربانی او خطر منې، هغوی چې کړاوونه زغمي،  په ځان سختې تیروي بې خوبۍ او نور جسمي او روحي ربړې مني، نو یوه ورځ داسې هم راتلونکې ده چې د خپلو ټولو سختیو ثمره به ویني.

دنیاوي ژوند کې د هر څه لپاره یوه بیه ټاکل شوې چې انسان یې د تر لاسه کولو لپاره په هڅو، زیار او یا د مال په مصرف مجبور شوی خو یو څه بیا داسې دي چې قیمت یې نه پيسې پوره کولی شي، نه هم مال او نه جایداد!

دا ستر معنوي ارزښت له انسان ستره قرباني غواړي! د سر نذرانه!

ستر ادیب او حماسي شاعر استاد ناګار ازادۍ څومره ښه تعریف کړې ده.

ټېنګوم د ازادۍ د ډولۍ مراندې

په اوږه مې جنازه په خوله مې ساندې

اننګې یې ټول زما په وینو سره دي

ده لیلا د ازادۍ دومره زړه سواندې


هو دا ازادي او خپلواکي ده چې بیه یې انساني سرونه پوره کولی شي، ازادۍ ته ورتیره لار په وینو او اور ورګډیدل دي!

ازادي د ښامار له حلقه د لال ویستل دي، نابغه سید جمال الدین افغان وايي، ازادي نه ورکول کیږي، بلکې اخېستل کیږي او له شک پرته دا اسانه او ساده چاره نه ده او سرښندنه غواړي!

افغانان د خپل خوی او مزاج سره سم په خپله خوښه ژوند غواړي، دوی فطرتاً ازاد پيدا شوي نو ځکه خو د خپلواکۍ لپاره هر ډول قربانۍ ته لبیک وايي!


قرباني د یو ملت او یوې جغرافیې دوام او پایښت تضمینوي، له محوه کېدو یې ژغوري، د یو ولس بقا په خپلواکۍ کې ده، ولسونه په مرګونو نه محوه کیږي بلکې فکرونه نور هم قربانۍ ته هڅوي، زموږ تاریخ یې شاهد دی.

له انګریزي ښکیلاک بیا تر روسانو او امریکایانو ټولو د افغان ولس د خپلواکۍ د مهار او اخېستو په لټه دلته میلیونونه انسان ووژل خو پایله یې د تمې خلاف راووته، د مبارزینو صفونه لا پیاوړي او مقاومت نور هم پراخ شو.

د افغان تاریخ هر باب کې د مرګونو او ورانیو کېسې خوندي شوي خو همدا په مال او سر داو دی چې دا ولس او جغرافیه یې د پردي له هر ډول نفوذ او اسارت ژغورلې ده.

افغانستان نن په نشت امکاناتو دومره څه کړي او کوي یې چې تیر شل کاله یې د پریمانه سرچېنو په مټ هم ونه شوای کړای، دلته پوښتنه داده چې هغوی ولې د پرمختللو هېوادونو په ملتیا ان پر یو سیند د بند جوړولو هوډ نه درلود؟


واقعیت روښانه دی، هلته خپلواکي نه وه، دا ازادي ده چې  تر سیوري لاندې یې خپلواکه پریکړې کیږي، ملي تصامیم د هېواد او ولس ګټو ته په کتو انتخابیږي، او دا ټول ګرځي هغو خپلواکو ککریو ته چې فکر او ذهن یې د  غلامۍ په ویروس نه وي ککړ!


د امریکايي اشغال د پای ته رسیدو سره سم په یو شمیر مهمو ملي او حیاتي پروژو د کار پیل د خپلواکۍ یو ښه مثال بللی شو چې له دې ډلې د قوشتیپې کانال، د هېواد اوبیزو سرچېنو په تړاو هر  اړخیزه څېړنه او د مدیریت هڅې یې، د هر ډول بیګانه فشار پرته د نظام چلول، په سیاسي، اقتصادي، دفاعي او نورو برخو کې د چا د اندېښنې او فرمایش پرته د اسلامي او ملي ګټو پر مسیر حرکت ته ادامه او نور ډیرې مهمې پرېکړې یې د همدې اللهي نعمت برکت ګڼلی شو.


د یو خپلواک هېواد د وګړو په توګه دا زموږ د ټولو دیني او افغاني وجیبه ده چې د خپل نظام د پایښت او همداراز د اصلاح لپاره لاس په کار شو.

پر افغان افق دې د ازادۍ دا لمر همداسې ځلاند وي.

تړلي موضوعات