ټاپي او که د سیمه ییزو ګټو محور؟

ټاپي او که د سیمه ییزو ګټو محور؟ سیاسي

انسانان تل د ګټو پالوونکي دي، همدا معنوي او اقتصادي ګټې او یا زیانونه دي چې انسان د یو بل پر وړاندې او کله هم یو بل ته نږدې کوي. 


ترکمنستان د منځنۍ اسیا هېوادونو له ډلې یو هغه دی چې د ګازو پرېمانه طبیعي سرچېنې لري خو د وخت زورور بیا دې ته نه دي حاضر شوي چې یو ولس د خپلو خداداد لورینو څخه مستفید وویني. 


پر منځنۍ اسیا هېوادونو د پخواني شوروي اتحاد ولکې یو لامل همدا و چې د دوی طبیعي سرچېنې د خپلو ګټو لپاره وکاروي. 


روسانو د ترکمنستان او قزاقستان صادروونکي نل لیکې په خپل بشپړ واک کې اخېستې وې، دوی ته یې اجازه نه ورکوله چې د نل لیکې شبکه فعاله کړي. 


ترکمن او قزاق کمپنیو بیا د خپلو طبیعي زېرمو لپاره مارکېټ ته لارې لټولې، داسې لارې چې له ایران او روسیې خوندي تېرې شي. 


د وخت په تېرېدو په منځنۍ اسیا د روسیې نفوذ کم شو، دا د ۱۹۹۵ کال مارچ ۱۵ مه نېټه وه چې ترکمنستان او پاکستان د نل لیکې د پروژې لپاره د تفاهم یادداشت لاسلیک کړ.


د بریډاس په نوم د ارجنټاین یوې کمپنۍ ددغې پروژې پلي کولو ته زړه ښه کړ خو د امریکا یونیکال کمپنۍ د سعودي عربستان ډیلټا سره یو ځای په دې لټه کې شوه چې د نل لیکې قراداد خپل کړي. 


همغه و چې په کال ۱۹۹۵ د اکتوبر په ۲۱ مه دواړو کمپنیو د ترکمنستان د هغه وخت ولسمشر صفر مراد نیازوف سره جلا هوکړې ته ورسېدل او ۱۹۹۶ اګست کې یې د یونیکال په مشرۍ د سینټ ګاز په نوم چې مانا یې د مرکزي اسیا د ګازو نل لیکه ده کنسرسیوم جوړ کړ. 


دا د نویمې لسیزې وروستي کلونه و او په افغانستان د اسلامي امارت د واک لومړنی دور و، په ۱۹۹۸ کې د هغه وخت اسلامي امارت چارواکو لاسلیک کړ چې د پروژې چارې پر مخ لاړې شي. 


کال ۱۹۹۸ و چې د روسي ګاز پروم کمپنۍ په دې پروژه کې خپله لسمه حصه پرېښوده، کال ۱۹۹۸ د اګست په ۷ مه نیروبي او دارالسلام کې د امریکا پر سفارتونو بریدونه وشول، امریکا د برید تور پر القاعده ډلې واچاوه او د نل لیکې پر سر یې هر ډول مذاکرات ددې لپاره متوقف کړل چې ګواکې اسلامي امارت د القاعده له ډلې ملاتړ کوي! 


د امریکا همدې پلمو بلاخره خبره دې حد ته کړکیچنه کړه چې یونیکال کمپنۍ په ۱۹۹۸ ډسمبر کې د کنسرسیوم څخه ووتله او په افغانستان او پاکستان کې یې خپل دفترونه وتړل او د اسیايي ولسونو دا رنګین خوب یې په اوبو لاهو کړ. 


د ټاپي پروژې نوې هوکړه د ۲۰۰۲ کال د ډسمبر په ۲۷ نېټه د افغانستان پاکستان او ترکمنستان د وخت مشرانو ترمنځ شوه چې بیا وروسته دا پروژه نوره هم پسې پراخه او هند یې هم برخوال شو.


د امریکايي اشغال ماتې وروسته اسلامي امارت په ډېر جدیت په یو شمیر ملي پروژو کار پیل کړ چې یوه له دې د ټاپي ستره اقتصادي پروژه ده. 


همدا نن د افغانستان اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوي په افغان خاوره کې د ټاپي پروژې پرانېسته وکړه، له شک پرته چې دا پروژه د افغان وګړو ژوند ته بدلون ورکولی شي،  له دې لارې به د ترکمنستان ګاز تر پاکستان او بیا تر هند ورسېږي چې زرګونو کسانو ته به کاري فرصتونه برابر کړي. 


د دې لویې او اقتصادي پروژې لګښت میلیاردونه ډالر اټکل شوی دی. 


ټاپي د افغانستان لپاره ګڼې اقتصادي ګټې لري، چې د افغانستان لپاره تر ټولو ستره اقتصادي پروژه بلل کیږي ۱۸۴۰ کیلومټره اوږدوالی لري، چې له دې ډلې یې د ترکمنستان خاوره کې ۲۱۴کیلومټره رغول شوې او افغانستان کې یې چارې تېره ورځ پیل شوې 

له نېکه مرغه د ټاپي ۷۳۵ کیلومتره نل لیکه د افغانستان له خاورې تېرېږي یو بل غوړ خبر بیا دادی چې هر کال به ۴۵۰ ملیون ډالر موږ ته د ترانزیټ د حق له لارې راځي! 


ټاپي یوازې د ګازو نل لیکه نه ده، دلته د ټاپ په نوم د برېښنا یوه بله پروژه هم ده چې دترکمنستان برېښنا به د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقالیږي، افغانستان له دې درکه هم د کال ۱۱۰ میلیونه ډالر د ټرانزیټ په ډول تر لاسه کوي او په هرات، فراه او کندهار کې به درې سب سټیشنونه هم جوړ شي. 


ټاپي پروژې سره تړلې نورو پروژو له ډلې د افغانستان ډيجیټلي ورېښمو لار ده چې د نوري فایبر مزی به هم ولېږدول شي او په دې سره به ګاونډي او د سېمې هېوادونه وصل شي. 


له ترکمنستان څخه پاکستان ته د افغانستان له لارې د ریل پټلۍ غځېدل بله هغه مهمه پروژه ده چې افغانستان د سیمې د څلور لارې په صفت د دې ډول پروژو په عملي کولو کې محوري رول ادا کولی شي. 


ټاپي نل لیکه په کال کې ۳۳ ملیارده متره مکعبه ګاز لیږدوي چې د افغانستان برخه په لسو کالونو کې ۵۰۰ ملیونه متر مکعبه/په ۲۰ کالونو کې ۱ میلیارد متر مکعب/په دېرشو کلونو کې ۱.۵ ملیارده متره مکعبه وي. 


اسیا اوس په نړۍ کې د طبیعي سرچېنو او بشري قوې له درکه یوه بډایه لویه وچه ده، که اسیايي هېوادونه خپلمنځي اختلافات پرېږدي او په نورو پسې لاړ نه شي نو لرې نه ده چې همدا د تورو سترګو او وېښتانو درلودونکې به د نړۍ تر ټولو هوسا او ارام ولسونه وي.

د افغانستان او اسیا د پرمختګ هیلې دې نوره هم  وغوړیږي.

تړلي موضوعات