«همجنسبازي او بيولوژيکي جګړه... د نړۍ د نفوس کمولو لپاره غربي پلانونه»
د اتومي څېړنو لپاره د روسيې د کورچاتوف انسټيټيوټ رييس ميخاييل کووالچوک ټينګار کړی، چې غرب د همجنسبازانو خوځښت د خپلو هغو اهدافو لپاره کاروي چې له مخې يې خلک له بې اولاده کورنيو سره عادي کېږي او د نړۍ نفوس کمېږي. نوموړی وايي کوم خلک چې د دې تر اغېز لاندې نه راځي؛ نو غرب د هغوی په ضد بيولوژيکه وسله کاروي او له نورو لارو چارو کار اخلي.
ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې کووالچوک ټينګار کړی چې «همجنسبازان» يو لوی ګواښ دی، ځکه دوی پټ دي.
نوموړي دې ته اشاره کړې، چې غرب په خپلو ښارونو کې د نفوس کمولو په پار همجنسبازۍ ته وده ورکوي، خو د نړۍ په نورو سيمو کې له بيولوژيکې وسلې او د جينياتو له علمه کار اخلي.
کووالچوک په خپلو خبرو کې بيولوژيکي وسله له اتوم خطرناکه وبلله او زياته يې کړه: «دغه ويجاړوونکې او وژونکې وسله بيولوژيکي وسله ده، بيولوژيکي وسله څه معنا لري؟ دا وسله اصلا د معلومو ځانګړنو وايروس په رامنځته کولو ولاړه ده او په يوه ډول کولی شي چې د بشر په يوه ځانګړي ټولي په انتخابي توګه اغېز وکړي. يعنې دا يوه ټولوژونکې وسله ده.
نوموړی په نړيوالو غږ کوي، چې د جينياتو علم ته په ژوره توګه وده ورکول او بيولوژيکي امنيت بېرته رامنځته کول يوه لويه اړتيا ده، څو موږ په فوري توګه هر ګواښ وپېژندی شو.
د اتومي څېړنو د انسټيټيوټ دغه مشر نوي توليدات او نوې بايو اکانومي (Bioeconomy) د خوشحاله او امن ژوند د تامين لپاره کافي بولي، خو په وينا يې «زموږ بهرني ملګري په دې ګومان دي چې د نړۍ نفوس بايد هرو مرو را کم شي».
هغه وړاندې وايي: «دوی ځانونه د دې ډګر پوهان بولي؛ ځکه دې ته لېوال دي چې هغه خلک په نښه کړي چې دې ژوند ته مطلوب او مناسب دي او هغه هم چې مناسب ورته نه دي».
هغه خپلې خبرې په دې ټينګار پای ته ورسولې چې غرب له نورو طبيعي کورنيو سره له بيولوژيکي لارو تعامل کوي او موږ بايد ښه وپوهېږو چې دا ډېره خطرناکه ده، ځکه دا چاره له سترګو پټه ده، ځکه نو خلک بايد په دې وپوهول شي چې کورني ارزښتونه تر وروستي بريده مهم دي».