د حقانیت پلوشو تیاره اذهان روښانه کړل

د حقانیت پلوشو تیاره اذهان روښانه کړل سیاسي

د دوحې دویمې ورځې ناستې ته د اسلامي امارت ویاند او د افغان پلاوي مشر مولوي ذبیح الله مجاهد هر اړخېزې مفصلې وینا د امریکا په ګډون د غونډې ټول ګډونوال متاثره کړل.
ښاغلي مجاهد د اسلامي امارت له لوري په کور د ننه او بیرون د خپلو اقتصادي هڅو، د پرتو خنډونو او لاسته راوړنو په تړاو تفصیلي وینا وکړه، چې د ګډونوالو چوپتیا یې ماته کړه.

د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټام ویسټ بلاخره ومنله، چې اسلامي امارت په څه کم درېیو کلونو کې امنیت ټېنګ کړی، د فساد مخه یې نېولې او شفافیت یې رامنځ ته کړی، د امریکا دا اعتراف د واقعیتونو په درکولو سره کړی، په همدې پلمه یې شل کاله په افغانستان کې میلیاردونه ډالر مصرف کړل خو نتیجه یې صفر وه.


ټایم ویست له اسیايي او نړېوال بانک غوښتي، چې کابل ته سفر وکړي او له بشري مرستو ور اخوا دې سوداګریزو او اقتصادي چارو کې برخه واخلي.
دا د افغانستان د بیارغونې له هغو لسګونو بنسټیزو پروژو سره مرسته کوي، چې د اشغال له پای ته رسېدو سره یې چارې په ټپه درېدلي دي.


بې له شکه پر بنسټیزو پروژو بیا کار به د بېکارۍ ستونزه راکمه او له دې لارې به په مستقیم او غیر مستقیم ډول زرګونو کسانو ته کاري بوختیاوې پیدا شي.
دا یواځې امریکا نه ده، د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف یو ځل بیا د افغانستان کنګل شوې زېرمې د ازادېدو غوښتنه وکړه او دا یې د افغانانو ځانګړی حق وباله.
د اسلامي امارت ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد د دوحې دویمې ورځې ناستې څخه یوه غوښتنه له نړېوالې ټولنې او په تېره له  امریکا دا وه، چې د افغانانو اقتصادي ستونزو اساسي حل ته دې پام وشي، د پرمختیايي پروژو لپاره دې مرستې وشي او تر ټولو مهمه دا چې په اقتصادي او بانکي سیسټم دې لګېدلي بندیزونه لرې او د افغانستان کنګل شوې زېرمه دې ازاده شي.


دا نړېوالې ټولنې ته یو ښکاره پیغام و، چې که تاسې افغانان په ارام پرېږدی نو دوی کولی شي د ځان بسیا ملي اقتصاد د غوړېدا لپاره د خپلو ظرفیتونو د کارولو له لارې به خپله اقتصادي خپلواکي هم تضمین کړي، چې د پایښت لپاره یې بنسټز کارونه شوي او لا هم دوام لري.


بريټانیا چې په نړېوال سیاست کې یې رول حیاتي او مهم ګڼل کېږي، د دوحې درېیمه ناسته کې یې افغان پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې پر افغانستان د لګېدلو بندیزونو په لرې کولوو کې به مرسته او همکاري وکړي، چین بیا د افغانستان تجارتي او بانکي سیسټم د باور وړ ګڼلی او د افغانستان بانک راپورونه یې مسلکي بللي دي.


د دوحې د ناستې یو بل ګډونوال قرغزستان بیا د افغان ولس نبض ښه درک کړی او له ټولو هېوادونو یې غوښتي، چې په لوړه کچه دې افغانستان ته سفرونه وکړي خو د هېوادونو دودونه، رواجونه او پر کورنيو موضوعاتو دې کار نه لري.


دا د اسلامي امارت د هغې غوښتنې اورېدو او منلو په تعبیر ده، چې ښاغلي مجاهد له ګډونوالو درلوده، مجاهد د دوحې ګډونوالو ته وویل، افغانستان هم د نورو هېوادونو په څېر دیني، دودېزې او ولسي غوښتنې لري، چې باید درک شي، د دولتونو ترمنځ پالیسو کې تفاوت او بدلون یوه طبیعي چاره ده او د نظرونو تفاوت ته د تقابل پر ځای باید پر تفاهم او تعامل عمل وشي.


هو، همدا د یو خپلواک هېواد د بهرني سیاست سرې کرښې دي، چې د خپلې ټولنې، ارزښتونو، باورونو او ټولو دیني او ملي ګټو لپاره یې ترسیم وي!
ایټالیا، ایران، قطر، پاکستان هم د اسلامي امارت اقتصاد محوره پالیسي ستایلې، افغانستان سره یې په سوداګریزه او اقتصادي برخه کې د همکارۍ ژمنې کړې.

تړلي موضوعات