مس عینک کان د هېواد اقتصادي رغون لپاره څومره مهم دی؟

مس عینک کان د هېواد اقتصادي رغون لپاره څومره مهم دی؟

مس عینک د هېواد په کچه لومړی او نړۍ په کچه دوهم ستر د مسو کان دی، چې د کیندنې عملي چارې یې له پنځلس کلن ځنډ وروسته نن پیل شوې.  

 

مسک عینک کان نه یوازې د هېواد اقتصادي پرمختګ لپاره ستر ارزښت لري؛ بلکې د افغانستان سیاسي او نړیوال موقعیت په پیاوړتیا کې هم مهم رول لوبوي.

 

د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، قراردادي کمپنۍ به د ۲۰۰۸ زېږدیز کال تعهداتو سره سم بې له کوم خنډ او ځنډه د دې ستر کان د کیندلو چارې پیل کړي.

 

په داسې حال کې چې د افغانستان سیاسي بصیرت او د اقتصادي سیسټم مدیریت د نړۍ پام ځانته اړولی، په داسې حساس وخت کې د مس عینک کان د کیندلو عملي چارې د اسلامي امارت او افغان ولس لپاره د بریا ستر ګام دی.

 

مس عینک کان چې په لوګر ولایت کې موقعیت لري، د افغانستان تر ټولو لوی او په نړۍ کې دوهم لوی د مسو کان دی. د څېړنو له مخې په دغه کان کې ۱۱.۳ ميلیونه مټریک ټنه مس تثبیت شوي او اټکل کېږي چې په دې سیمه کې د مسو ټوله زېرمه به ۱۷ میلیونه مټریک ټنه وي. 

 

د افغانستان دولت اټکل کوي چې د دې کان تر ټولو لویه کچه په کال کې دوه نیم لکه ټنو ته رسیږي، چې په نړیوالو بازارونو کې د مسو بیې ته په پام سره به افغان دولت په کلني ډول له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ میلیونه ډالرو پورې عاید ترلاسه کړي.

 

د تر سره شویو څېړنو له مخې په دې کان کې د مسو ترڅنګ ۷۷۰۰ مټریک ټنه سپین زر (Ag)، ۶ لکه مټریک ټنه کوبالټ (co) او یوه محدوده کچه سره زر هم شته، چې د افغانانو لپاره به د کارموندنې لوی فرصتونه برابر کړي. یقینا په دې سره به د خلکو د ژوند په کېفیت کې هم د پام وړ ښه والی راشي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان له حریت نیوز سره خبرو کې ویلي، چې د دغه کان په کیندنه کې به ۳ زره کسانو ته په مستقیم او ۱۰ زره نورو ته په غیر مستقیم ډول د کار او روزګار فرصتونه برابر شي.

 

د دې پروژې له امله به ډېرې کورنۍ له اقتصادي ستونزو څخه خلاصون ومومي او د هېواد په بېلابېلو برخو کې به اقتصادي ثبات او پرمختګ رامنځته شي.

 

دغه راز د مس عینک کان کیندنه په سیمه ‌ییزه او نړیواله کچه هم ځانګړی اهمیت لري. 

 

دا پروژه به افغانستان ته د اقتصادي او سیاسي پیاوړتیا ترڅنګ، د سیمې په کچه د نورو هېوادونو لپاره د اقتصادي همکارۍ فرصتونه هم برابر کړي؛ په ځانګړي ډول به د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي همکاریو یو نوی فصل پرانیزي. 

 

د مس عینک کان کیندنې پیل نه یوازې اقتصادي، بلکې سیاسي اهمیت هم لري. 

دا پروژه به نړیوالو ته وښيي چې اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره په څومره اخلاص عملي اقدامات ترسره کوي؟ 

                

د نړیوالو هغه سوی تفاهمات چې د اسلامي امارت په تړاو ورته ذهنونو کې پیچکاري شوي، په دا ډول هڅو به مثبت لوري ته واوړي، چې دا به راتلونکې کې د نورو نړیوالو مرستو او همکاریو د جذب لپاره هم مهم رول ولوبوي.

 

په ورته وخت کې د دې پروژې پيل د افغانستان داخلي وضعیت کې هم ثبات او اعتماد رامنځته کوي. هغه خلک چې د بېلابېلو تبلیغاتي دستګاوو له لوري یې د منفي ګرایۍ پر لور هڅیږي، د اسلامي امارت دغو اقداماتو پر وړاندې به رښتینی لوری او خپل خواخوږی وپېژني او د هېواد په راتلونکي کې به له خپل نظام او ولس سره په ګډه د پرمختګ او ثبات څرکونه وویني.

 

د مسوولینو په وینا اسلامي امارت د دې پروژې لپاره ځانګړې هڅې کړي، چې د دې هڅو ستاینه په کار ده؛ ځکه د مس عینک کان کیندنې پیل د افغانستان لپاره د یوه روښانه راتلونکې پیلامه ده. 

 

دا پروژه به نه یوازې د هېواد اقتصادي وضعیت بدل کړي، بلکې د خلکو ژوند به هم ورسره ښه شي. د دې کان له لارې زرګونه افغانان د کار او روزګار فرصتونه ترلاسه کوي او د هېواد عایدات ورسره زیاتیږي. اسلامي امارت د دې پروژې به پیل سره د افغان ولس هیلې ژوندۍ کړي؛ ځکه دا کان به نه یوازې د افغانستان اقتصادي بنسټونه پیاوړي کړي، بلکې د خلکو لپاره به د یوه بهتر او باثباته ژوند فرصتونه رامنځته کړي، چې اقتصادي ثبات، سیاسي پیاوړتیا او د خلکو د ژوند ښه والی به یې په لومړیتوبونو کې وي.