پر نورو اور بلوونکي د خپل اور پۀ مهار کې ناکام دي
د تاریخ پاڼې له داسې کیسو ډکې دي، چې د مظلوم آهونو د زبر ځواکو قصرونه او د غرور برجونه نړولي. کله چې د مظلومانو څاندې د اسمان څنډې ووهي، خدای تعالی پرې د زمانې تقدیر بدلوي او ظالمان د خپلو اعمالو په سزا رسوي. چا چې د خپل ځواک پۀ نشه کې مظلومان وځورول، خدای تعالی یې لۀ داسې زوال سره مخ کوي، چې نورو ته د عبرت کیسې ترې جوړې شي. عاد او ثمود، نمرود او فرعون ټول د همدې تاریخ داستانونه دي.
کله چې د ظالم ظلم لۀ حده اوړي، د آسماني محکمې پرېکړه نازلیږي.
د نننۍ زمانې فرعونيان هم لۀ دې قانونه مستثناء نۀ دي. امریکا چې ځان د فرعوني غرور ټېکه دار ګڼي، د بې ګناه انسانانو د آهونو لمبې یې د غرور تر برجونو ورسېدې.
لۀ تېرو څو ورځو راهیسې د لاس انجلس دنګو ونو، میلیوني کورونو او مصنوعي بڼونو داسې لمبې وکړې، چې حکومت یې پۀ کنټرول کې یوازې اته سلنه بریالی شو.
دا هماغه کالیفورنیا ده چې فابریکو کې یې جوړ شویو بمونو او راکټونو غزه کې ماشومان یتیمان کړل، مېرمنې یې بې سرپرسته کړې او د ژوند هر ډول امکانات یې ترې واخیستل.
اسراییلي اشغالګرو غزه کې مظلوم او بې دفاع خلک د همدغې امریکا پر بمونو ټوټه - ټوټه کړل. ټوله غزه د امریکا پۀ همکارۍ کنډواله شوه.
امریکا پۀ غزه کې د روان وحشت تر ټولو ستر ملاتړ کوونکی هېواد دی. هغه بمونه او راکټونه چې غزه کې د ماشومانو کورونه، جوماتونه او روغتونونه پۀ نښه کوي، د همدې کالیفورنیا پۀ فابریکو کې جوړیږي. دا هماغه کالیفورنیا ده، چې نن د الهي اور پۀ لمبو کې سوځیږي.
کالیفورنیا چې د نړۍ تر ټولو پرمختللې ټکنالوژي لري، د دغې اور پۀ مهارولو کې ناکامه بریښي.
د دې اور لۀ امله ۱۵۰ میلیارده ډالرو څخه زیات مالي زیانونه اوښتي، ۱۲ زرو څخه ډېر کورونه سوځېدلي، زرګونه نور بې کوره شوي او د ۱۶ کسانو مړینه په کې تایید شوې ده.
هغو ظالمانو چې د غزې پر خلکو لمبې بلولې، اوس خپله د داسې اور خوراک کیږي، چې هېڅ سیاسي او نظامي ځواک یې نشي مهارولی.
د دې اور لمنه نېغ پۀ نېغه د هغو خلکو تر کورونو هم ورسېده، چې غزه کې یې د بې دفاع وګړو سوځېدو ته پوکی ورکاوه.
د هالي ووډ فلمي نړۍ مشهور کس جیمز ووډز څو ورځې وړاندې د ټولنیزو رسنیو پر خپلې پاڼې لیکلي وو، "د غزې خلکو سره اوربند نۀ دی پکار، ټول یې ووژنئ." نن پۀ لمبو کې د خپل کور پۀ لېدو ټلوېزیوني خپرونه کې سلګۍ وکړې.
هغه چې د غزې د ماشومانو، ښځو او سپین ږیرو پر وژنه یې چکچکې کولې، له CNN سره خبرو کې یې د خپل کور پۀ سوځېدلو باندې څاندې ووهلې. د ده غږ چې د غزې مظلوم ولس پر وړاندې وحشي وو، د خپل کور په مالي زیان د رحم غوښتو پۀ امید تغیر شو.
تاریخ یو ځل بیا په کالیفورنیا کې د لمبو پۀ ژبه خبرې وکړې. هغه لمبې چې ظالمانو د نورو پر کورونو بلولې، نن د هغوی د غرور پۀ ماڼیو ولګېدې.
څوک چې د مظلوم پر وړاندې ظلم کوي، خدای تعالی به یې پخپل عذاب ښکار کوي. هغه څوک چې د نورو پر وینو سوداګري کوي او د بې دفاع ملتونو پر تباهۍ خپلې ګټې ویني، د خپل انجام لۀ حتمي برخلیک څخه نۀ شي تښتېدلی.
د مسلمانانو مظلومیت او د الله ج عدالت به یوه ورځ د داسې لوی بدلون پیلامه وګرځي، چې د ظالم غرور به ابداً تر خاورو لاندې شي. هغه وخت لرې نۀ دی، چې د نړۍ هر ظالم د خپلو ظلمونو سزا وویني؛ ځکه د الله ج عدالت نۀ زوال مني او نۀ هم معامله.