د حماس بری او راتلونکی

د حماس بری او راتلونکی

اشغالګر ځواک که هر څومره هم ځواکمن شي، د ایماني جذبې او رښتینې مبارزې پر وړاندې تن کېښودو ته مجبور دي. 
د غزې په وروستۍ هوکړه کې د حماس جـ.ـهادي غورځنګ بریا او د اشغالګر اسراییلي رژیم ماتې د دې خبرې ښکاره ثبوت دی. 
هغوی چې د حماس لمنځه وړلو پسې غزې ته ننوتي وو، بېرته له حماس سره په هوکړې کولو او د شروطو په منلو مجبور شول.
طوفان الاقصی عملیاتو د غزې په جغرافیه کې ستر بدلونونه راوستل او په سیمه ییز او نړیوال سیاست کې یې نوي معادلات پیدا کړل.
دغه جګړه که څه هم د وسلو له اړخه نابرابره وه، خو د ایماني جذبې او ملي ارادې له اړخه د اشغالګرو لپاره د ښکرونو ماتول وو.
اشغالګرو بې دفاع ولس په نښه کاوه، خو حماس د جهادي جذبې پرمټ هم په نظامي ډګر کې ځان ثابت کړ او هم یې سیاسي او رواني ډګر کې اسراییل له سرټیټۍ سره مخ کړ.
د حـ.ـماس ویاند ابو عبیده په خپلې وروستۍ وینا کې د مبارزې ستر قوت بیان کړ، چې دوی په ډېرو لږو امکاناتو د نړۍ ځواکمن اشغالګر رژیم پر وړاندې تر وروستۍ سلګۍ وجنګېدل.
دا د غزې ملت د بقا، هویت او په ټوله کې د مسلمه امت د عزت جګړه وه. غربي نړۍ ولیده چې اشغالګران له ایماني جذبو سره د مقابلې لپاره د دوام تاب نه شي راوړلی. هماغه وه چې د اسراییلو په کابینه کې دریو لوړپوړو وزیرانو خپلې دندې پرېښودې. د ملي امنیت وزیر ایتامار بن ګویر استعفاء ورکړه او دا اوربند یې اسراییلو لپاره د "ماتې" په معنا وبلله. د مالیې وزیر بتسلئیل سموتریش خبرداری ورکړ، چې د غزې په تړاو د اوربند هر ډول عملي کېدل به د نتنیاهو حکومت نسکور کړي.
د اشغالګرو په منځ کې د دې سیاسي بې‌ ثباتۍ اصلي عامل د حـ.ـماس جهادي غورځنګ دی، چې د جـ ـهاد په ډګر کې یې اسراییل د نظامي اړخ سربېره په سیاسي برخه کې هم له سرګردانۍ سره مخ کړل.
د اسراییلو د کابینې دننه دغو اختلافاتو او استعفاوو وښوده، چې حماس په خپلې مبارزې سره د جهادي ډګر ترڅنګ د اشغالګرو په سیاسي جوړښت کې هم ګډوډي راوسته. 

هغوی چې د حماس ختمولو پسې راتلل، پخپله د دندو په پرېښودو له صحنې بهر شول.
د اسراییلي پوځ د استخباراتو پخوانی مشر، عاموس یدلین په خپلو خبرو کې دا اعتراف وکړ، چې حماس به هېڅکله له منځه لاړ نه شي. نوموړي ویلي، چې حماس به ډېر ژر خپل ځواک بیا منظم کړي او راتلونکې جګړې لپاره به چمتو شي. د دې اعتراف تر شا هغه حقیقت پروت دی، چې اشغالګر یې خپل هدف کې ناکام کړل. دوی په زړه وخوړه، چې د حماس جهادي غورځنګ نورې بریاوې هم راتلونکې دي.

د حماس راتلونکی د نظامي ځواک سربېره د غزې له ولسي ارادې او نړیوال ملاتړ سره نغښتی. ابو عبیده خپلې وینا کې ویلي، د نړۍ له ګوټ - ګوټ څخه یې د ملاتړ میلیونونه پیغامونه ترلاسه کړي. دا ملاتړ ښيي چې غزه کې د حماس مبارزه د اسلامي نړۍ د آزادۍ غوښتنې یو نړیوال سمبول دی.

د بندیانو تبادله، له غزې څخه د اسراییلي ځواکونو تدریجي وتل او د اشغالګرو د پلانونو شنډېدل دا ثابتوي، چې د غزې ولس د قربانۍ او استقامت په برکت د خپلواکۍ پر لور په چټکۍ ګامونه اخلي، چې دا د غزې راتلونکي لپاره د یوې نوې دورې پیل ښکاري.

د غزې د حق غږ به هېڅکله خاموش نشي او نه به د حماس مبارزه د اشغالګرو تر دایمي شکست پورې کمزورتیا وویني.
حماس د ایماني جذبې، لویې قربانۍ او ملي ارادې پرمټ دې مبارزه کې د عزت او ویاړ نوی څپرکی ولیکه، چې دا څپرکی به د تاریخ په پاڼو کې د تل لپاره ژوندی وي.