د ډالرو پۀ کنټرول کې د افغانستان بانک تګلاره

د ډالرو پۀ کنټرول کې د افغانستان بانک تګلاره

اقتصادي سیالیو کې پولي واحد د ملت د ثبات او واکمنتیا هنداره ده. کله چې اسعار بې ثباته شي، اقتصادي بازار ګډ وډ او د خلکو رواني باور، سوداګریزې معاملې او پانګونې ژوبلې شي. کله خو آن د هېواد پر سیاسي دریځ هم اغېز پرې باسي.
لۀ همدې امله ملتونو لپاره تر ټولو ستر اقتصادي ازمون د خپلو ملي اسعارو ارزښت ساتل او پیاوړي کول دي.
زموږ افغانۍ لۀ همدې ازموینې تېریږي. موده وړاندې یې د ډالرو پر وړاندې ارزښت کم شو. بازار ته اندېښنې پیدا شوې او د احتکار او اسعارو قاچاق لور ته مخه وشوه. 

د دې چارې پۀ غبرګون کې افغانستان بانک د داسې تدابیرو لړۍ پيل کړه، چې یو پلوه یې د افغانیو ارزښت کمېدل ودرول او لۀ بل پلوه یې ارزښت ورته بېرته لوړ کړ.
د افغانستان بانک دا اقدام ساده او بې پلانه نۀ و. دا اقتصادي تدبیر و چې د پولي ثبات، مالي کنټرول او د بازار تنظیم ته یې نوې روحیه ورکړه. 
د افغانستان بانک وښوده، چې د اقتصادي پالیسۍ پۀ تنظیم سره د بازار واقعیتونه ویني او د خپل پولي واحد ثبات پرې ساتي.
پۀ داسې حال کې چې د ډېرو هېوادونو ملي اسعار د نړیوالو بحرانونو، مالي فشارونو او تور بازار لۀ امله زیانمن شوي، افغانۍ وتوانېده چې د افغانستان بانک مدبرانه تګلارو پۀ برکت خپل ارزښت بېرته لوړ کړي. دا د اقتصادي ثبات لپاره یو مهم پرمختګ دی، چې دا د یوې ښې او پایدارې پالیسۍ پایله ده.

د افغانیو ثبات لپاره څو مشخص اقدامات وشول. دا اقدامات د بازار باور جوړولو، د اسعارو مدیریت او د غیرقانوني جریانونو د کنټرول لپاره ډېر اغېزمن وو.
د افغانستان بانک د لیلام پروسې لۀ لارې د ډالرو عرضه کنټرول کړه او افغانۍ یې د بازار لۀ بې ثباتۍ څخه وساتلې.
دې پالیسۍ روښانه کړه، چې د افغانیو ارزښت کمښت کومه تصادفي پدیده نۀ وه؛ بلکې د بازار د نامنظم مدیریت پایله وه، چې ډېر ژر مهار شوه.
دغه راز د افغانیو ارزښت ښۀ کېدو بل لامل دا و، چې د اسعارو احتکار او لۀ هېواده د ډالرو قاچاق ته جدي ضربه ورکړل شوه. د اسلامي امارت لخوا صادر شوی فرمان چې لۀ ټاکلې اندازې زیات ډالر انتقال نشي، د افغانیو ارزښت ساتلو لپاره اغېزمنه چاره وه.
د دې ترڅنګ د اقتصادي ثبات بل اساسي عنصر د بازار باور و. د افغانستان بانک هڅه وکړه، چې د واضحو پالیسيو لۀ لارې صرافان، پانګوال او عام خلک ډاډمن کړي، چې د افغانیو ارزښت د يو لړ منظمو پالیسيو لۀ مخې ساتل کیږي. د دې باور پایله دا شوه، چې خلک د افغانیو پر ارزښت لا نور اعتمادي شي.

 د افغانستان بانک د اقتصادي سیاستونو لۀ لارې هڅه وکړه، چې د داخلي راکړې - ورکړې سیستم ته ارزښت ورکړي، څو د افغانیو جریان پیاوړی او د ډالرو پر ځای د ملي اسعارو کارولو ته لومړیتوب ورکړل شي.
د افغانستان بانک وروستي تدابیر د مالي ثبات د نویو اصولو بنسټ و او دا یې ثابت کړ، چې که پولي سیاستونه د واقعي اړتیاوو پر بنسټ پلي شي، نو دا ارزښتونه پرې بېرته ښه کېدای شي.

د افغانیو ارزښت ساتل د ملت اقتصادي وقار او د سوداګرۍ د باور لپاره د ملا تیر دی. که دا مسیر پۀ همدې تدبیر او مدبرانه پالیسۍ دوام وکړي، نو افغانۍ به هم خپل ثبات وساتي او هم به د سیمه‌ ییزو بازارونو لپاره د اعتماد نښه وګرځي.
د اقتصادي ثبات ریښتینی قوت د بانکي پالیسيو د تنظیم ترڅنګ د ملت پۀ عملي همکارۍ کې دی. هر افغان مسوولیت لري، چې د افغانیو ارزښت ته د اقتصادي هویت پۀ سترګه وګوري، د داخلي تولیداتو ملاتړ وکړي او د هېواد مالي خپلواکۍ ته لومړیتوب ورکړي؛ ځکه د باثباته اقتصاد درې اساسي ستنې؛ حساب شوې مالي پالیسۍ، بازار ته متوجې تدبیرونه او د ملت ګډه اراده ده، چې یو هېواد لۀ اقتصادي چیلنجونو په بریالیتوب سره وېستلی شي.