نړیوال بازار ته د افغان کارګرو قانوني لېږد

نړیوال بازار ته د افغان کارګرو قانوني لېږد

د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري د بهرنیو چارو وزارت پۀ همکارۍ بهر ته د افغان کاریګرو د قانوني لېږد پۀ موخه د همغږۍ پنځه اړخیزه ناسته کړې. 
دغه ناسته چې د اسلامي امارت د زعیم پۀ حکم دایره شوې، پۀ کې بهر ته د افغان کارګرو د لېږدولو پروسې ګړندي کول، د کارګرو د حقونو خوندي کول او د نورو اړینو اسانتیاوو برابرول څېړل شوي.

ناسته کې پرېکړه شوې، چې بهر ته د افغان ماهرو او نیمه‌ ماهر کاریګرو لېږد د یوې ګډې طرحې لۀ مخې تنظیم شي. طرحه کې د حرفوي مهارتونو تصدیق، د روغتیايي سندونو ترتیب او د پېژندپاڼو ترڅنګ اړوند نور مسایل شامل دي. 
له دې معلومیږي چې نړیوال کاري بازار کې د افغان کاریګرو حقوقي ملاتړ لپاره ځانګړې پاملرنه شوې.
افغان کاریګر د هېواد د بشري ځواک مهمه برخه ده. دا ځواک د نړیوالو بازارونو لپاره هم ځانګړی ارزښت لري. 
د بهرنیو هېوادونو پۀ کاري بازار کې د افغان کاریګرو شاملېدلو سره هېواد ته عواید انتقالیږي او د افغان کورنیو اقتصادي ثبات هم ښۀ والی مومي، چې دا د اقتصاد پۀ رغښت کې مهم رول لري.

دغه راز د افغان کاریګرو د قانوني لېږد لۀ لارې پۀ کورني بازار هم فشار کمیږي او د بې‌ روزګارۍ کچه پرې ټیټیږي، چې دا دواړه هم ټولنیزو ناخوالو سره د مبارزې لپاره ښې لارې کېدای شي.
د دې ترڅنګ پرمختللو هېوادونو کې د کار کولو لۀ لارې افغان کاریګر د نوې ټکنالوژۍ او مهارتونو تجربه ترلاسه کوي، چې دا مهارتونه به پۀ راتلونکي کې پۀ کور دننه د تولیدي فعالیتونو د ودې لپاره کارول کیږي.

که وګورو، بهرنیو هېوادونو سره د اړیکو پۀ پیاوړي کولو کې هم ښۀ پرې وځي؛ ځکه د سوداګرۍ وده او دوه اړخیزو همکاریو پۀ زیاتېدو کې اغېرمن ثابتیږي.
لۀ دې ټولو سره د دې ستراتېژۍ د بریا لپاره ځینې ننګونې هم شته چې باید حل شي.
لومړیو کې پکار ده، چې خلکو ته د قانوني لېږد ګټې روښانه شي او په غیر قانوني لارو د تللو خطرات ورته په ډاګه شي.
دوهمه قدم کې د مسلکي مهارتونو او ژبني زده کړو لپاره باید روزنیز پروګرامونه رامنځته شي.
درېیم اقدام کې باید د کاریګرو حقوق خوندي شي. د دې لپاره د نړیوالو معیارونو مطابق د قانوني چوکاټ برابرول حتمي دي.
پۀ ټوله کې نړیوال بازار ته د افغان کاریګرو قانوني لېږد د اقتصادي ودې، ټولنیز ثبات او نړیوالو اړیکو پیاوړتیا لپاره موثر دی، خو دا بهیر باید پۀ اغېزمن ډول تنظیم شي، څو د هېواد اقتصادي پیاوړتیا کې مرسته وکړي او افغان کورنیو ته د ښه ژوند فرصتونه برابر کړي.
د اسلامي امارت په دې هڅو هېواد د پرمختګ او هوساینې پر لور ګام پورته کوي.
هیله ده چې دا بهیر د افغان ولس د هوساینې او سوکالۍ لپاره یوه نوې هیله را ژوندۍ کړي.