واخان په اړه د استخباراتي شایعاتو تر شا کیسې
تبصره
واخان په اړه د استخباراتي شایعاتو تر شا کیسې
واخان د افغانستان تاریخي او ستراتیژیکه سیمه د هېواد په شمال ختیځ کې پرته ده، چې د چین، تاجکستان او پاکستان سره ګډ سرحد لري.
د دنګو غرونو منځ کې پروت دا واخان د ځانګړي جغرافیوي ارزښت پۀ لرلو افغانستان لپاره د تاریخي غرور حېثیت لري.
دې وروستیو کې یو وار بیا د پاکستاني استخباراتو لۀ لورې داسې شایعات خپاره شول، چې ګنې دوی د واخان سیمه نیولې یا یې د نیولو هڅه کوي.
دا ډول شایعات چې هېڅ حقیقت نۀ لري، د پاکستان استخباراتي شبکو لۀ لوري د خپلو ناکامیو د پټولو پۀ موخه کیږي. وروستیو پېښو ته پۀ کتو پاکستانی ریاست زیار باسي، چې پۀ دې ډول استخباراتي شایعاتو څو مشخصې موخې تعقیب کړي.
تر هر څه لومړی دوی هڅه کوي، چې پۀ دې شایعاتو سره لۀ فرضي کرښې پورې غاړې ته د اسلامي امارت د ځواکونو ورتلل او هلته پر شویو بریالیو عملیاتو پرده واچوي.
لۀ فرضي کرښې هاخوا افغان سرحدي ځواکونو د بریاليو عملیاتو پرمټ فتنه ګرو او د دوی ملاتړو ته سخت ګوزارونه ورکړل. پاکستان غواړي د دغو حقایقو څخه د خلکو پام بلې خوا ته واړوي.
بله برخه کې پاکستاني استخباراتي شبکې پۀ دې شایعاتو سره غواړي د افغانانو ذهنیت خراب کړي.
دوی پۀ دې شایعاتو سره د افغانستان پۀ خلکو کې د وېرې خپرولو هڅه کوي. دا شبکې داسې انګېرنه رامنځته کوي، چې ګواکي دوی د افغانستان پۀ خاورې باندې د ولکې توان لري.
همدا راز د دغو شایعاتو بله موخه لۀ خپلو داخلي ستونزو او کشالو څخه د خلکو پام اړول دي.
پاکستاني استخبارات د خلکو توجه بل لور ته اړولو لپاره داسې بې بنسټه ادعاوې کوي، چې پرمټ یې خپلو ناکامیو څخه د خلکو سترګې بل لور ته واړوي.
پاکستانی حکومت له هر اړخه پۀ خپلو خوَلو کې ډوب دی.
دا ریاست پۀ اوسني وخت کې لۀ ګڼو داخلي او خارجي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. د دې هېواد سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه برخه لۀ سختو فشارونو لاندې ده.
پاکستان د خپل تاریخ پۀ اوږدو کې تر ټولو بد اقتصادي حالت کې قرار لري.
د نړېوالو پورونو د زیاتوالي لۀ امله پاکستان پۀ نړېواله سطحه پۀ اقتصادي ستونزو کې سلګۍ وهي. دغه راز ملي کرنسۍ یې ورځ تر بلې پۀ چټکۍ سره خپل ارزښت لۀ لاسه ورکوي، چې د دې چارې لۀ امله د خوراکي توکو بیې پۀ دوامداره توګه لوړیږي او خلک یې د لومړنیو اړتیاوو پۀ پوره کولو کې لۀ ستونزو سره مخ دي.
د دې سربېره د برېښنا او ګازو کمښت یې هم د صنعتونو فعالیت ټکنی کړی.
بل لور یې د سیاسي ګوندونو ترمنځ ژور اختلافات د حکومتدارۍ نظام کمزوری کړی. د پوځ او سیاستوالو ترمنځ کشمکش یې هم اوج کې دی؛ ځکه پۀ پاکستان کې پوځ تل د سیاسي واک لپاره هڅه کړې، چې لۀ امله یې د سیاستوالو واک محدود شوی او د ادارو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.
د سیاسي مخالفتونو لۀ امله دوامداره لاریونونه او ناکرارۍ د دغه هېواد سیاسي حالت تر پخوا ډېر نازکه کړی.
پۀ حکومتي ادارو کې یې د پراخ فساد لۀ امله د خلکو اعتماد پۀ دولتي سیستم لۀ منځه تللی دی.
لۀ امنیتي پلوه خو د پاکستاني طـ ـالبانو تحریک درنو بریدونو لۀ پوځ لاره ورکه کړې او ټولې امنیتي ادارې یې پۀ کنټرول کې ننګولې دي.
بل لور ته د بلوڅانو د خپلواکۍ مبارزه هم پۀ شدت سره روانه ده. پاکستان پوځ د دې غورځنګ پۀ ځپلو کې هم ناکام ښکاري.
پاکستان پۀ داسې اقتصادي، سیاسي، امنیتي او ټولنیز بحران کې ډوب دی، چې د تاریخ پۀ اوږدو کې یې ساری نه دی لیدل شوی. پۀ داسې حال کې څنګه کولی شي، چې د غربي نړۍ د تازه ماتوونکو فاتحینو د خاورې پر لور کاږه وګوري؟
که د میږي پۀ څېر یې وزرې وکړې، نو بیا یې حتماً کم بختي نږدې ده.
افغانستان د تاریخ پۀ اوږدو کې د اتلانو او غازیانو پۀ ټاټوبي شهرت لري. د واخان پۀ اړه د پاکستاني استخباراتو دا ډول تبلیغاتي شایعات به یوازې د باد پېمانه کول وي.
د افغانستان خاوره دومره بې ارزښته نۀ ده چې څوک یې د نیولو خیال وکړي. افغان ولس باور لري چې اسلامي امارت د دې خاورې د هرې برخې ساتنه خپله دنده ګڼي او پۀ دې برخه کې یې خپله ژمنتیا د نړېوالو قوتونو پۀ ماتولو سره عملاً ثابته کړې ده.
پای