غزه کې د اشغال وروستۍ شېبې

غزه کې د اشغال وروستۍ شېبې

تاریخ د مظلومو ملتونو د زړورتیا او د ظالمانو د زوال یو ژوندی شاهد دی. کله چې نمرود ځان خدای معرفي کړ، د ابراهیم (ع) یوې هڅې یې غرور له خاورې سره یو کړ. 

کله چې روم د نړۍ پر ټولو ملتونو خپل وحشت خپراوه، وړو مقاومتونو یې لویې امپراتورۍ ړنګې کړې.

پۀ هر پېر کې د ظالم او مظلوم ترمنځ جګړې یو درس وړاندې کړی او هغه دا چې د ظلم عمر لنډ او د حق بریا حتمي ده.

نن د غزې کیسه د همدې مبارزې پۀ وروستي څپرکي کې ده.

اسرائیلي اشغالګر چې پرمختللې وسلې، د زبرځواکو هېوادونو ملاتړ او سیاسي سازشونه لري، لۀ خپلو ټولو ظلمونو او وحشتونو سره بیا هم سرټیټۍ ته مجبور شول. د حماس جهادي غورځنګ مقاومت د نړۍ پر وړاندې دا حقیقت څرګند کړ، چې د حق پلویان که څومره هم کمزوري ښکاري، د زړورتیا او قربانۍ پۀ زور د نړۍ ستر ځواکونه پۀ ګونډو کولی شي.

 

تېره شپه قطر کې د حماس جهادي غورځنګ او اسرائیلو تر منځ د یوې داسې هوکړې اعلان وشو، چې اسرائیلي اشغالګر به غزه پرېږدي او روان یرغل به پای ته رسوي، چې دا د اسرائیلو پر وړاندې د فلسطیني مقاومت یوه ستره بریا ده. 

د رویټرز د راپور لۀ مخې، د دغه تړون مهم ټکي د اسرائیلي یرغملو خوشې کول او لۀ غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو وتل شامل دي.

د اشغالګرو پلانونه چې غزه کې یې د پرمختللو وسلو، اقتصادي ملاتړو او نړیوالو فشارونو پۀ زور عملي کول غوښتل، ناکام شول. د دوی د بریدونو پۀ وجه حماس جهادي غورځنګ لا نور پباوړی شو او د اشغالګرو پر وړاندې د دوی ریښې لا نورې ځواکمنې شوې.

د اشغالګرو د مرګ‌ - ژوبلې درنې شمېرې د دوی نظامي شکست ښیي او همدارنګه بل لور ته د مقاومت غښتلتیا څرګندوي.

قطر په دغو خبرو کې مهم رول لوبوي. د دغې وروستۍ مسودې وړاندې کول ښيي، چې اسلامي هېوادونه کولی شي د منځګړیتوب لۀ لارې سختو قضیو ته رسېدنه وکړي.

 

دا هڅې د دې ثبوت دی، چې که مسلمان هېوادونه د یووالي تګلاره عملي کړي، پایلې یې له اغېزمنتیا څخه نشي خالي کېدای.

بل لور که نظر وکړو، لۀ جوبایډن سره د اسرائیل لومړي وزیر وروستیو خبرو وښوده، چې امریکا هڅه کوي خپل سیاست کې د اشغالګرو ملاتړ ته مشروعیت ورکړي، خو د حقایقو پۀ ډګر کې د غزې د ولسونو مقاومت دغه ټولې دسيسې ناکامې کړې.

که تړون پۀ همدې ډول عملي شي، دا به د غزې لپاره د بریا زېری وي؛ ځکه د اسرائیلي ځواکونو لۀ بشپړ وتلو سره د وحشت پیل شوی څپرکی پای مومي. 

د ظلم او اشغال هر داستان د پای ورځې لري، خو د دغه ډول جهادي مبارزو کیسې بیا د تاریخ پۀ زړونو کې پر زرینو کرښو ژوندۍ پاتې کیږي. 

هغه غزه چې اسرائیلي اشغالګرو د بې دفاع ولسونو پۀ وینو ولمبوله، نن پۀ کې د بریا لمر راختونکی ښکاري.

د اسراییلي ځواکونو وتل د هغوی د نظامي ماتې ترڅنګ د غزې مظلوم ولس د بریاليتوب بېلګه ده.

که چېرې دا تړون عملي بڼه خپلوي، نو دا به د غزې سربېره نوره نړۍ کې د حق د لارې نورو مبارزینو لوی پیغام وي، چې ظلم ماتیږي، هغه که هر څومره ځواکمن وي.

د غزې مقاومت به د نړۍ پۀ ازادۍ غوښتونکو ملتونو کې د تل لپاره ژوندی وي او دا وخت هم ژر راتلونکی دی؛ چې د حق لمر به د مظلومو ملتونو پر اسمان حتماً ځلیږي.

پای