ا.ا.ا د ګاونډیتوب حس او متقابل احترام پر بنسټ پاکستان سره اړیکې پالي
د افغانستان دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد کابل کې د پاکستان سفیر عبدالرحمن نظاماني سره کتلي دي.
د ملي دفاع وزارت ویلي، دې کتنه کې مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي، د کابل او اسلام اباد ترمنځ ګډې او دومداره اړیکې د دې لامل شوې، چې اسلامي امارت د ګاونډیتوب حس او متقابل احترام پر بنسټ اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او نورو ګډو موضوعاتو کې همکاري لري.
دې کتنه کې د پاکستان سفیر هم پر ګډو او دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.
دغه کتنه داسې حال کې کېږي، چې پاکستان وخت ناوخت تورخم او سپین بولدک بندرونو کې افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي؛ دا چاره د دې لامل شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ او نورو برخو کې د پام وړ کمښت رامنځته شي.