اسرائیلو کې پراخ لاریونونه؛ د کودتا غوښتنې زیاتې شوې
په اشغال شوي فلسطین کې اسرائیلي وګړو د خپل دفاع وزیر يواو ګالانټ ګوښه کېدو غبرګون کې پراخ لاریونونه کړي او نتنياهو دا پرېکړه یې غندلې ده.
دوی زرګونه لاریونوال د خپل لومړي وزیر بنيامين نتنياهو د لرې کېدو او پرې د کودتا غوښتنه کوي.
تسنیم خبري اژانس نن چهارشنبې په دوو جلا خبرونو کې ویلي، مظاهره کوونکي د نتنیاهو ماڼۍ ته نږدې رسېدلي او نوموړي د وېرې له امله خپل کور پرېښی.
سرچېنې د اسرائیلي رسنیو له قوله ویلي، صهیونیستانو له پوځ څخه غوښتي چې د نتنیاهو پر وړاندې کودتا ترسره کړي او زیاته کړې یې ده، چې روانو سختو جګړو ته په کتو نتنیاهو خپل عقل له لاسه ورکړی.
اسرائیلي رسنۍ زیاتوي، د دفاع وزیر له ګوښه کولو وروسته د لوی درستیز او د شاباک استخباراتي سازمان د مشر د ګوښه کېدو امکان هم زیات شوی.
سرچینې د صهیونیست رژیم پخواني وزیر لیبرمن له قوله ویلي، په صهیونیست رژیم کې داخلي اختلافات مخ پر زیاتېدو دي.
د یادونې وړ ده، چې د اسرائیلو لومړي وزیر تېره ورځ ماښام خپل دفاع وزیر له دندې ګوښه کړ او لامل یې د دوی تر منځ بې باوري ښودل شوې.