جمهوري غوښتونکو د امریکا سنا مجلس زیاتې څوکۍ وګټلې
رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ ګونډ جمهوري غوښتونکو د ډیموکراټانو په پرتله زیاتې څوکۍ ګټلې دي.
رویټرز وروسته له هغې دغه خبر ورکړی، چې د امریکا په اوهایو او ویرجینیا ایالتونو کې د سنا مجلس رایو پایلې اعلان شوې.
د امریکا روانو ټاکنو کې د استازو جرګې د څوکیو لپاره تر اوسه شمېرل شوې رایې لا هم نه دې بشپړې شوې.
د سرچینې د جمهوري غوښتونکو له قوله ویلي، چې دوی په دې باور دي، چې د استازو جرګې ډېرې څوکۍ به هم د دوی ګوند ګټي.