د پاریس نړېوال نندارتون د افغان زعفرانو لپاره ښه بازار و!

د پاریس نړېوال نندارتون د افغان زعفرانو لپاره ښه بازار و! سوداګرۍ او اقتصاد
د افغانستان زعفران د پاریس نندارتون کې

د امریکا متحده ایالاتو نړېوالې پراختیايي ادارې ویلي، د پاریس ۲۰۲۴ کال نندارتون کې د ۱میلیون او ۷۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د افغاني زعفرانو د پېرلو تړون شوی.

د دغه تړون له مخې یو سوداګر هر کال ۶۰۰ کیلو ګرامه زعفران د یو میلیون ۷۰ زره ډالرو په ارزښت پیري، چې د افغان زغفرانو مقام لوړولو سربیره د کروندګرو پر اقتصادي وضعیت مثبت تاثیر درلودای شي.

د یادونې وړ ده چې زعفران د افغانستان یو له مهمو صادراتي توکو څخه دي، چې په هرات، بلخ، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې کرل کیږي.

تړلي موضوعات