ترکیې په بشپړ ډول له اسرائیلو سره راکړه ورکړه بنده کړه!

ترکیې په بشپړ ډول له اسرائیلو سره راکړه ورکړه بنده کړه! نړۍ
انځور ارشیف

ایراني بازار رسنۍ د ترکیې د سوداګرۍ وزیر «عمر بلات» له قوله ویلي،  په فلسطین کې د اسرائیلو له لوري روانو وحشتونو د مخنیوي په موخه یې له دغه هېواد سره سوداګریزې اړیکې ځنډولې.

 

دغه څرګندونې د هغو غبرګونونو په ځواب کې شوې چې ویل کیږي د ترکيې او صهیونیست رژیم ترمنځ سوداګریزې اړیکې دوام لري.

 

ترکیې خپله سوداګریزه راکړه ورکړه د صهیونیست رژیم له لوري د بریدونو په بندولو مشروطه کړې.

 

وړاندې تر دې ځېنو ترکي شنوونکو په دې ټېنګار درلود چې، انقره کولی شي د هوايي حریم او بندرونو په تړلو سره پر اسرائیلو فشار راوړي، څو له جګړې او بریدونو لاس واخلي.

تړلي موضوعات