غزه د ماشومانو لپاره تر ټولو مرګونی ځای؛ هر ساعت یو ماشوم وژل کېږي
د ملګرو ملتونو له ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق یا یونیسف وایي، د غزې په شمال کې د اسرائیلو د یوې میاشتنۍ کلابندۍ راهېسې د ماشومانو مړېنه په بې ساري توګه زیاته شوې ده.
الجزیره د یونیسف اجرایوي رئیس کاترین رسل له قوله وايي، تېره اونۍ په غزه کې مرګونې وه، یوازې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې له ۵۰ ډېر ماشومان په جبالیا پنډغالي کې شهیدان شوي.
د ماشومانو ژغورنې سازمان وايي، غزه کې د ۵۰ وژل شویو ماشومانو پوښتنه نړیوال منځګړیتوب ته اړتیا لري او دا منځګړیتوب یوازې غوښتنه نه بلکې قانوني مکلفیت دی چې هر کس یې باید اداء کړي.
یاد سازمان ویلي، سختو جګړو ژغورونکي ټیمونه له خنډونو سره مخ کړي.
پر غزه د اسرائیلو له لوري په پیل شویو بریدونو کې تر دې دمه شاوخوا ۱۵ زره ماشومان شهیدان شوي دي.