پر لبنان د اسرائيلو د بریدونو له امله ۸۴۲ زره کسان کډوالۍ ته اړ شوي

پر لبنان د اسرائيلو د بریدونو له امله ۸۴۲ زره کسان کډوالۍ ته اړ شوي نړۍ
لبنان کې د جګړو له کبله بې ځایه شوي

ملګري ملتونه په خپل راپور کې وایي، لبنان کې د اسرائیلو اشغالګرو دروانو بریدونو له امله ۸۴۲ زره کسان بې ځایه شوي چې له نیمايي زیات یې ښځې او ماشومان دي.

 

ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړېوال سازمان د بشري چارو د همغږۍ ویاند «جینس لارک» وړمه ورځ د جینوا غونډې پر مهال ویلي، اسرائیلو  د هوايي بریدونو ترڅنګ د بیروت په ګډون له سویلي ښارګوټو خلک په زور د کورونو پرېښودو ته اړ ویستي دي.

 

ورته مهال لبناني چارواکو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د جګړې له پیله تر دې دمه د اسرائیلو له لوري په ترسره شویو بریدونو کې ۲۹ اوبییزې شبکې اغېزمنې شوې او شاوخوا ۳۶۰ زره خلک د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.

 

دا په داسې حال کې ده چې لبنان کې د صهیونیست پوځ په بریدونو کې ۲۸۶۷ کسان شهیدان شوي او ۱۳ زره ۴۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

تړلي موضوعات