سېلابونو او ځمکې ښوېیدنې فلپین کې درنه مرګ ژوبله اړولې

سېلابونو او ځمکې ښوېیدنې فلپین کې درنه مرګ ژوبله اړولې نړۍ

د فلپین رسنیو خبر ورکړی، چې دې هېواد کې د سېلابونو او ځمکې ښوېیدو له امله ۱۴۵ تنه مړه او ګڼ نور نادرکه دي.

د فلپین مانیلا ورځپاڼې لیکلي، د اکتوبر له ۲۴ مې راپدېخوا په دغه هېواد کې د طوفان او نورو طبیعي پېښو له امله شاوخوا ۴۴ زره ۵۳۷ ودانۍ ویجاړې او نږدې ۷ میلیونه خلک اغېزمن شوي دي.

فلپین کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، دغو طبیعي پېښو کې ۱۱۵ کسان ټپیان او ۳۷ نور لادرکه دي.

د راپورونو له مخې، په فلپین کې هر کال ۲۰ طبیعي پېښې را منځته کیږي او دا هېواد د طبیعي پېښو له پلوه یو له اغېزمنو هېوادونو دی.

تړلي موضوعات