لویدیځ سره د روسیې ښکېلتیا؛ پوتین د اټومي وسلو د تمرین امر کړی

لویدیځ سره د روسیې ښکېلتیا؛ پوتین د اټومي وسلو د تمرین امر کړی نړۍ

اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس په راپور کې راغلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له اوکرایين او لویدیځ سره د جګړې له زیاتېدو وروسته د اټومي وسلو د تمرین امر کړی.

په راپور کې راغلي چې نوموړي پرون سه شنبه خپلو ځواکونو ته د اټومي وسلو د تمرین امر داسې مهال کړی چې وړاندې اوکرایین له ناټو غوښتي و، چې د روسیې په خاوره کې د اټومي وسلو کارونې ته اجازه لیک ورکړي.

سرچینه زیاتوي، پوتین له خپلو پوځیانو غوښتي چې په تمرینونو کې د اټومي وړتیا لرونکو بالستیک او کروز توغندیو توغول هم شامل کړي.

نوموړي زیاته کړې، د روسیې ملي حاکمیت ته د ګواښ پېښېدو په صورت کې یې اټومي وسلو کارونه وروستی انتخاب دی.

د راپورونو له مخې پوتین تر دې وړاندې لویدیځ هېوادونو ته په پرلپسې ډول خبرداری ورکړی و چې د دوی له لوري د اوکرایین ملاتړ سره به روسیه د اټومي وسلو په کارونه کې له حوصلې کار وانخلي.

د یادونې ده، چې څه موده وړاندې د روسیې ولسمشر لویدیځ ته په اشارې ویلي و چې د لویدیځ والو له لوري د اوکرایين ملاتړ د روسیې او ناټو ترمنځ د ښکېلتیا په معنا ده.

تړلي موضوعات