روانه جګړه کې د اسرائیلو نږدې ۱۲ زره پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

روانه جګړه کې د اسرائیلو نږدې ۱۲ زره پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې نړۍ
روان جګړه کې د اشغالګر اسرائیلو وژل شوي پوځیان

د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر او د اپوزیسیون مشر ویلي، په تېر یوه کال کې ۱۱ زره او ۸۹۰ اسرائیلي پوځیانو ته په لبنان او غزه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

انادولو ترکي اژانس د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر او د اپوزیسیون مشر له قوله ویلي، د تېر ۲۰۲۳ م کال د اکتوبر له ۷ مې را پدېخوا غزه او لبنان کې د اسرائیلو ۸۹۰ پوځیان وژل شوي او ۱۱زره نور یې ټپیان شوي دي.

 

پخواني لومړي وزیر «یائیر لابید» د اسرائیلو له یوې تلوېزیوني شبکې سره د خبرو پر مهال د دغه هېواد پوځ ته د اوښتو زیانونو پړه د اسرائیلو پر اوسني لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو اچولې ده.

 

هغه ویلي، که ددغه هېواد لومړی وزیر نتانیاهو د جګړې پای لپاره هڅه ونه کړي نو ممکن د پوځيانو په وژنه کې زیاتوالی راشي.

 

د یادونې وړ ده، چې نوموړي تېر کال کې د وژل شویو اسرائیلي اشغالګرو شمېر ۸۹۰ تنه ښودلی دی، خو خپلواکې نړېوالې سرچینې د وژل شویو  شمېر له دې څو برابره ډېر ښيي.

تړلي موضوعات