پر ایران د اسرائیلو برید به تر رسنیو محدود وي

پر ایران د اسرائیلو برید به تر رسنیو محدود وي نړۍ
انځور ارشیف

نړېوالو رسنیو د اسرائيلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یو غږیز کلېپ ترلاسه کړی، چې په کې ویل شوي ایران ته ځوابي برید باید کمزوری وي.

نوموړي په دغه غږیز کلېپ کې د خپلې کابېنې غړو ته استول شوي ویلي، که ایران ته ځوابیه برید کې پاتې راشي، دا چاره به اسرائیلو کې دننه د وېرې خپرېدو لامل شي.

نتنیاهو غوښتنه کړې، چې پلان شوی برید دې په اصل کې کمزوری خو د رسنیو له لوري دې ستر وښودل شي.

له بل لوري بیا وار له مخه ایراني چارواکو خبرداری ورکړی، که اسرائیل بېځایه اقدام وکړي نو د تهران غبرګون به د تېر برید په پرتله څو برابره زیات لوی او خطرناک وي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې ایران د شهید اسماعیل هنیه او حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله د وژنې په غبرګون کې پر اسرائیلو پراخ توغندیز بریدونه وکړل.

تړلي موضوعات