طوفان الاقصی؛ پر اسرائیلي اشغالګرو د جهادي طوفان تاریخي ورځ!
کال وړاندې د اکټوبر اوومه داسې ورځ، چې د اسرائیلي اشغالګرو د شکست او زوال باب پیل شو؛ د دې ورځې لمر وړانګو غوړېدو سره فلسطیني مجاهدینو پر اسرائیلو اشغالګرو د ځمکې، هوا او بحر له لارې تندریز بریدونه پیل کړل.
پر اسرائیلو اشغالګرو دا ناڅاپي بریدونه رښتیا هم طوفان و او پر دوی د دوی او نړېوالو اټکل خلاف رڼا ورځ توره شپه شوه.
طوفان الاقصی عملیاتو پیل لرې واټن ویشتونکو توغندیو، د حماس او نورو فلسطیني مقاومت ډلو مجاهدینو په هوايي او ځمکنیو بریدونو سره پیل شو.
څو ساعتونو تېرېدو سره سلګونه اسرائیل و وژل شول، ټپیان شول او ګڼ د فلسطیني مجاهدینو په لاس اسیران شول. د هغې ورځې ویډيوګانو کې ښکاري چې په دې ورځ اشغالي سیمو لارې او سړکونه د اسرائیلو په مړو او ټپیانو خال خال ډکې وې.
دا د فلسطیني ولس هغه غچ و، چې کلونه کلونه یې ورته تیاری نیولو او د انتظار زرګونه شپې یې ورته سبا کړې وې.
اوس کال وروسته د اسرائیلو اشغالګرو وضعیت څنګه دی؟
نن د اکټوبر اوومه د طوفان الاقـ. صی عملیاتو کال پوره شو؛ کال وروسته اسرائیل اشغالګر د شکست او زوال پر هغه پوله ولاړ دي، چې ورځ تر بلې د نړېدو په حال کې ده.
پر اسرائیلو سیمه اور شوې، د فلسطین، یمن، لبنان او ایران هېوادونو څخه پر اسرائیلو پراخ بریدونه لا هم جریان لري او اسرائیل په لوی جنګ کې ښکېل شوي، چې شاتګ او لاس پر سر کېدل ورته لا زوال ښکاري.
تېر کال کې اسرائیلو اشغالګرو ته بې ساري زیانونه واوښتل، زرګونه عسکر یې و وژل شول او زرګونه ټپیان شول او ګڼ نور معیوب او بندیان شول.
دې جګړه کې د اسرائیلو سلګونه ټانکونه او نظامي وسایط د یاسین حماسي راکټونو خوراک شول.
اسرائیلو اشغالګرو تېر یو کال پر غزه بېلابېل وحشتونه وکړل، شدید بمبارونه، ځمکنی یرغل او له هرې لارې یې پر غزې ولس او حماس مجاهدینو باندې کړۍ راټینګه کړه، زرګونه فلسطیني مسلمان یې شهیدان او زرګونه نور یې ټپیان کړل او پر غزه یې ګڼ بندیزونه وضع کړل؛ خو بیا هم خپلو موخو ته و نه رسېدل.
دوی د حماس مجاهدین ځپل او د هغوی تونلونه یې له منځه وړل؛ خو لا بریالي نه دي، دوی تېر یو کال کې د حماس تونلونه ونه موندل، نه یې ویجاړ کړل او نه یې خپل بندیان د حماس ځواکونو له پنجو ازاد کړی شوی.
دمګړۍ اسرائیل اشغالګر په یو لوی جنګ کې ښکېل شوي، پر اسرائیلو له ګڼو لوریو توغندیز بریدونه، استشهادي بریدونه او کمینونه جریان لري، چې اسرائیل له سختې وارخطایۍ سره مخ شوي، دا شکست او وارخطايي یې په داسې حال کې ده،
چې لا هم امریکا، جرمني، فرانسه، بریتانیا او ګڼ غربي هېوادونه د دوی تر شا ولاړ دي او تېره یو کلنه جګړه کې یې د دوی سره د وسلو، ځواکونو، نظامي وسایلو، لویو بمونو او هر ډول مرستې ته ټټر وهلی و او لا یې ترشا ولاړ دي، خو بیا هم اسرائیل وارخطا دي او د شکست او زوال پر پوله دي.