د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت ۳۱ پروژې منظورې شوې

د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت ۳۱ پروژې منظورې شوې بیارغونه او پراختیا
د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو ملي کمېسیون غونډه کې د شاوخوا ۵ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۳۱ بېلابېلو پروژو قراردادونه منظور او د ۷ نورو تعدیل شوي.

د ملي تدارکاتو کمېسیون نننۍ غونډې ته د ۴۰ وړاندې شویو پروژو، له ډلې د ۳۱ قرار دادونه منظور د ۷ تعدیل او یوې هغې لغوه شو.

په دغو منظور شویو پروژو کې د بادغیس د ابګردان ذخیروي بند د پاتې چارو بشپړول، د نغلو برېښنا بند د یو توربین بیارغونه، په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا اړوند وسایلو چمتو کولو په ګډون نورې بېلابېلې مهمې پروژې شاملې دي.

دا پروژې، چې د افغانستان د اسلامي امارت له لوري تمویلیږي په پیلیدو سره به یې زرګونو هېودوالو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به یې هېوادوالو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

تړلي موضوعات