د روزګان شفلوغ بند جوړولو چارې پیل شوې

د روزګان شفلوغ بند جوړولو چارې پیل شوې بیارغونه او پراختیا
د روزګان ولایت شفلوغ بند

د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د روزګان ولایت چنارتو ولسوالۍ کې د شفلوغ بند جوړولو چارې یې پیل کړې دي.

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د یاد بند دپرانېستي پرمهال ویلي، اسلامي امارت د ولس د اړتیاوو د حل ژمنه لري.

نوموړي ویلي، دغه بند به د سیمې خلکو لپاره ګڼې ګټې ولري، چې د لوړو تخنیکي معیارونو پر بنسټ به پلي شي.

د ۲۳مترو په لوړوالي، ۱۵۵ متره سور او ۸ لکه ۵۴ زره متر مکعب اوبو ذخیره کولو په وړتیا بند دغې پروژې باندې ۱۶۵ اعشاریه ۹ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

یاد بند د ۲۵۹ زره کرنیزې ځمکې د خړوبولو ظرفیت هم لري.

یاد بند چې د ملي پراختیا شرکت له لوري جوړیږي موخه یې د اوبو مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو سرچینو پیاوړتیا او موسمي سېلابونو کنټرول دی.

د یادونې ده، تېره ورځ د هلمند نهر السراج کانال د جوړولو چارې هم د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري پیل شوې.

تړلي موضوعات