بغلان خنجان ولسوالۍ کې سپکې او درنې وسلې نیول شوې دي

بغلان خنجان ولسوالۍ کې سپکې او درنې وسلې نیول شوې دي افغانستان
امنیتي ځواکونه د نیول شویو وسلو سره

د بغلان ځايي امنیتي مسؤلین وايي، چې د دې ولایت خنجان ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د کشفي راپورونو پر اساس عملیات کړي، چې ګڼې سپکې او درنې وسلې یې نیولې دي.

مسؤلین زیاتوي، چې نیول شویو وسلو کې یو میل روسۍ پیکا، یو قبضه راکېټ، یو میل خفیف ټوپک او ۲۷ میله کلاشینکوف شامل دي.

تړلي موضوعات