سلګونه کیلومتره سړکونه د جوړېدو په حال کې دي

سلګونه کیلومتره سړکونه د جوړېدو په حال کې دي بیارغونه او پراختیا
د کابل - کندهار سړک د بیارغونې چارې روانې دي

د افغانستان ټولګټو چارو وزارت تخنیکي مرستیال مولوي عبدلکریم فاتح نن د خپل وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو پروګرام کې وویل، تېر یو کال یې د ۱۶۹۸ کیلومتره سفالټ سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې بشپړې کړې او سلګونه کیلومتره نور سړکونه په پاخه او معیاري ډول جوړېږي.

ښاغلي فاتح وویل، د کندهار روزګان ترمنځ د ۱۰۸ کیلومتره سړک، د ترینکوټ او دهراود د ۵۰ کیلومتره، د کندهار معروف او ارغستان د ۸۰ کیلومتره سړک، د پکتیا مرکز ګردېز څخه تر زرمت ولسوالۍ د ۱۰ کیلومتره، د سالنګ لویې لارې د ۸۰ کیلومتره سړک او د څه باندې ۲۴ کیلومترو په واټن د کابل لوګر سړک یادونه وکړه چې په خبره یې کار پرې روان دی.

عبدالکریم فاتح زیاته کړه، ټولګټو چارو وزارت تېر کال په ټول هېواد کې د ۱۰۰۰کیلومتره سړکونو د بیا رغونې تړونونه لاسلیک کړي، چې یوه له دې لویو پروژو هم د کابل ـــــ کندهار د لویې لارې بیارغونه ده چې چارې یې دوام لري.

تړلي موضوعات