کندهار کې ۴۳۴ روږدي کسان له درملنې وروسته کورنیو ته سپارل شوي
د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشېد حریت نیوز ته راستولې خبرپاڼه کې ویلي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې مدیریت له لوري د ۴۳۴ روږدو کسانو شپږ میاشتنۍ درملنه شوې او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
ښاغلی جمشېد زیاتوي، چې یادو کسانو بشپړه روغتيا موندلې او پوره تداوي یې ترسره شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د کندهار نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري د زیات شمېر په مخدره توکو روږدو کسانو درملنه شوې وه.