د ټرمپ پر وړاندې د ماتې منل؛ بایډن له ټاکنو لاس په سر شو
د امریکا ۲۰۲۴ ټاکنو کې د ډیموکراټانو ګوند نوماند جوبایډن له سختو نیوکو وروسته د ټرمپ پر وړاندې له سیالۍ کولو څخه په شا شو.
د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره ورځ اعلان وکړ، چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې چې ټاکل شوې د روان کال د نومبر په پنځمه نېټه به ترسره شي ګډون نه کوي.
بایډن دغه پرېکړه وروسته له هغې کړې، د هغه ډیموکراټ ګوند غړو د بایډن پر جسمې او ذهني پیاوړتیا باور له لاسه ورکړی و او له نوموړي یې غوښتل چې له نوماندۍ تېر شي.
ویل کېږي چې د ولسمشر مرستیاله کاملا هریس د ولسمشریزو ټاکنو کې د ډيموکراټ ګوند د نوماندې په توګه پېژندل شوې ده.