د ا.ا په راتګ سره لرې پرتو سیمو کې ۳۰۰ روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
د عامې روغتیا وزارت ویاند حریت نیوز ته ویلي، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې شاوخوا ۳۰۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي او د روغتیایی پرسونل په ګمارلو سره دغو سیمو کې خلکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر پیل شوی دی.
د دغه وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي، چې یاده برخه کې د دې وزارت د رهبرۍ په هڅو د افغانستان لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو د پراختیا په موخه ۱۱ زره او ۵۰۰ روغتیايي کارکوونکي نوي پر دندو ګومارل شوي دي.
نوموړي زياته کړې، چې د ترلاسه شويو اسنادو پر بنسټ د تېرې ادارې پر مهال د هېواد نږدې پنځوس سلنه ځمکه د سپينې سيمې په نوم ثبت شوې وه، چې خلکو ته په کې هېڅ روغتيايي خدمات نه و وړاندې شوي.
ویل کېږي، چې اوس مهال په ټول هېواد کې ۴۹۰۰ روغتیايي مرکزونه فعال دي او د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې سږ کال شپږ زره نوي روغتیايي کارکوونکي وګوماري، تر څو خلکو ته پر وخت معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.