تېر کال وزیر محمد اکبرخان روغتون کې نږدې ۵۰ زره لوی او واړه علمیاتونه شوي دي

تېر کال وزیر محمد اکبرخان روغتون کې نږدې ۵۰ زره لوی او واړه علمیاتونه شوي دي روغتیا
کابل کې د وزیر محمداکبر روغتون

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، تېر یو کال کې په وړیا ډول ۴۹ زره ۵۳۹ لوی او واړه جراحي عملیاتونه شوي، چې ټول یې د افغان ډاکټرانو له لوري تر سره شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې دې موده کې د وزیر محمد اکبرخان دولتي روعتون کې شاوخوا ۳۲۰ زره هېوادوالو ته روغتیايي خدمات هم برابر شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت وزیر څه موده وړاندې ویلي وو، چې هېواد کې لا نورو معیاري روغتونونو ته اړتیا ده او دوی هڅه کوي، چې هېوادوالو ته معیاري روغتیایي خدمات برابر کړي.

تړلي موضوعات