افغانستان نیوزیلنډ ته هم ماتې ورکړه
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د روان شل اوریز نړیوال جام پر دوام د نیوزیلنډ لوبډلې ته د ۸۴منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د نیوزیلنډ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه د افغانستان لوبډلې د پنځو ویکټو په زیان د رحمان الله ګریز د ۸۰ او ابراهیم ځدراڼ د ۴۴ زیاتو منډو سره د نیوزیلنډ لوبډلې ته د ۱۶۰ منډو هدف ورکړ.
په مقابل کې د نیوزیلنډ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدوسره یوازې ۷۵ منډې وکړې او لوبه یې د ۸۴ منډو په توپیر افغانستان ته بایلوده.
دې بریا افغانستان پرلپسې دویمه لوبه وګټله.
د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې فضل الحق فاروقي ۴، راشد خان ۴ او محمد نبي دوې ویکټې ترلاسه کړلې.
د ویلو ده چې افغانستان به خپله درېیمه سیالي د پياینجي د لوبډلې پر وړاندې د جون میاشتې په ۱۴مه نېټه ترسره کوي.