افغانستان کې د تېر پرتله اوس د پولیو واکسین ته د خلکو لاسرسی ښه شوی

افغانستان کې د تېر پرتله اوس د پولیو واکسین ته د خلکو لاسرسی ښه شوی روغتیا
ټول هېواد کې داسې سیمه نشته، چې اوسېدونکي یې واکسین ته لاسرسی ونه لري

د عامې روغتیا وزارت وزیر ډاکټر قلندر عباد قطر ته د سفر په ترڅ کې د پولیو د له منځه وړلو پروګرام اړوند د یوه تخنیکي مشورتي ګروپ (TAG) ناسته کې ویلي، چې د تېر په پرتله اوس افغانستان کې د پولیو واکسین ته د خلکو لاسرسی ښه شوی دی.

ډاکټرقلندر عباد ویلي، اوس مهال په ټول هېواد کې داسې سیمه نشته، چې اوسېدونکي یې واکسین ته لاسرسی ونه لري.

افغان وزیر ناسته کې له تمویلونکو او مرستندویه ادارو څخه په افغانستان کې د دغه پروګرام او روغتیایي سېسټم پیاوړتیا برخه کې د لا ډېرو مرستو غوښتنه هم کړې.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال افغانستان کې له ۷۰ زرو ډېر کارکوونکي د پولیو د له منځه وړلو پروګرام برخه کې کار کوي.

د یادونې ده، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې یاده ناسته په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د له منځه وړلو پروګرامونو په تړاو د بحث او مشورې په موخه جوړه شوې، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

تړلي موضوعات