قطر د ۱۶۹ سوري زړه ناروغانو درملنه کوي

قطر د ۱۶۹ سوري زړه ناروغانو درملنه کوي روغتیا
افغانۍ سرې میاشتې ټولنې ته د مرستې لاس ورکړی دی

د قطر سرې میاشتې د نړېوالې پراختیا او مرستو څانګې مسئول ډاګټر محمد صاح ابراهیم د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر مطیع الحق خالص سره د ۱۶۹ سوري زړه ناروغانو د درملنې هوکړه لاسلیک کړې.

د دې هوکړې د لاسلیک پرمهال د افغاني سرې میاشې ټولنې مشر د قطر سرې میاشتې او نورو مرستندویه بنسټونو څخه مننه کړې، چې د سوري زړه ناروغانو د درملنې په برخه کې یې افغانۍ سرې میاشتې ټولنې ته د مرستې لاس ورکړی دی.

د یادونې ده، چې په تېرو دوو کلونو کې افغاني سرې میاشتې ټولنې ۳زره ۹۴ د سوري زړه ناروغ ماشومان د درملنې په موخه کورنیو روغتونونو ته ورپېژندلي او په زرګونو نور لا هم خپل نوبت او درملنې ته انتظار کوي.

تړلي موضوعات